د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې امنیتي ستونزې د ګرځنده کمپاینونو پر وړاندې ستر خنډ دی؛ چارواکي


آرشیف
آرشیف

فراه کې د روانې اونۍ په دوشنبې ورځ (مرغومې ۲۹) د پولیو واکسین عمومي کمپاین پیل شو او ټاکل شوې چې ۱۹۷ زره تر پنځو کلونو ښکته ماشومان پدې ولایت کې واکسین شي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق وايي، د فراه په ښار او مرکز کې د پولیو ضد واکسین کور په کور تطبیقیږي، خو په ناامنو سیمو کې بیا ګرځنده کمپاینونه نه ترسره کیږي، چې له امله یې زیات شمېر ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي.

هغه وویل: "... د عامې روغتیا وزارت ستراتیژي دا ده چې د پولیو واکسین کمپاینونه کور پر کور تطبیق شي، او ټول تر پنځو کلونو ښکته ماشومان واکسین کړای شي."

نوموړي زیاته کړه، له بده مرغه په ولسوالېو کې واکسین یواځې کلینک پر کلنیک تطبیقیږي، نو له همدې کبله زیات شمېر ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي، ځکه روغتیايي مرکزونه د یو شمېر کلیو څخه ډیر لیرې دي، او خلک ماشومان نه ور وړي.

فراه کې امنیتي ستونزې د ګرځنده کمپاینونو پر وړاندې ستر خنډ دی؛ چارواکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

خو د فراه په ښار او د دولت تر ولکې لاندې سېمو کې واکسیناتوران د هر کور دروازه ور ټکوي، او خلک په پوره لېوالتیا خپل ماشومان را وباسي او پولیو ضد واکسین ورکوي.

د فراه اوسېدونکی محمد یونس چې د خپلې کورنۍ ماشومان یې د واکسین لپاره د کور دروازې ته را ایستلي دي وايي، د ګوزڼ ناروغۍ د مخنېوي لپاره خپل ماشومان واکسین کوي.

هغه وویل: "... د ګوزڼ ناروغۍ درمل یواځې همدا واکسین دی، څکه ګوزڼ د ټول عمر لپاره درملنه نلري. همدا شان ټول ماشومان باید واکسین شي، تر څو په راتلونکي کښې ګوزڼ نشي. نو زه د ولسوالېو له خلکو څخه غواړم چې خپل ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین کړي".

په همدې حال کې د فراه مدني فعال یعقوب مفتون که څه هم پدې ولایت کې د پولیو واکسین پر وړاندې ستونزې زیاتې بولي، خو له روغتیايي چارواکو غواړي چې واکسین په سمه توګه تطبیق کړي.

نوموړي وویل: "... د ماشومانو لپاره یو له ډیرو مهمو کارونو څخه د پولیو واکسین تطبیق دی، ځکه همدا ماشومان د هېواد راتلونکی جوړوي، نو ضروري ده چې اړونده چارواکي د پولیو واکسین تطبیق په څانګه کښې هیڅ ډول بې غوري او غفلت ونکړي".

روغتیايي کارکونکي وايي که چیرې تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورنکړل شي، د ګوزڼ ناروغۍ له ستر ګواښ سره مخ کېدای شي.

XS
SM
MD
LG