د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو د مخنیوي لپاره په نویو لارو چارو کار پیل شوی؛ روغتیايي چارواکي


آرشیف
آرشیف

روغتیايي مسوولین وايې چې په جنوبي ولایتونو کې له واکسین څخه تر یو ميلیون د زیاتو ماشومانو پاتې کیدل لاهم لوی ګواښ دی.

د کندهار تر څنګ په هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو کې له پنځو کلونو ښکته عمر ماشومانو شمېر ۱.۷ميلیونه دی چې ۱.۱ ميلیون يې له تیرو ۳۱ میاشتو راهیسې په پرله پسې ډول له واکسین څخه محروم پاتې دي.

د جنوبي ولایتونو لپاره د پوليو پرضد د بیړنیو اقدامونو د مرکز رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته وويل چې یاده ستونزه د پوليو د پېښو د زیاتوالي لامل شوی دی.

هغه وویل: " ۱.۷میلیونه ماشومان زموږ هدف دی خو ۱.۱ میلیون یې د کندهار په ښار، ډنډ، ارغنداب، ژړی، پنجوايي، میوند، دامان، تخته پل او بولدک کې راڅخه پاته کیږي."

د پولیو د مخنیوي لپاره په نویو لارو چارو کار پیل شوی؛ روغتیايي چارواکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

هغه زیاته کړه، په اروزګان کې ترینکوټ او چوره، په هلمند کې لښکرګاه ښار او د زابل په کلات ښار کې کور په کور واکسین تطبیقيږي، خو له بده مرغه په دې سیمو کې لویه کتله راڅخه پاتې کیږي".

د پوليو پرضد مبارزه کې چارواکي د ښځینه مبلغینو او کارکونکو حضور تر ټولو غوره حل لاره ګڼي چي په پایله کې يې ډیرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین رسیدلی دی.

ښاغلی پخلا وايې چې د نویو لارو چارو د پلې کولو څخه وروسته د ټولنې همکاري هم زیاته شوې.

ده وویل: " ... دا پروګرام د ټولنې دی او ټولنه باید په مستقیم ډول د مسوولیت احساس وکړي، تیرکال موږ ډیر ښه پروګرامونه د ټولنې د هڅونې لپاره پيل کړي چي ښې پایلې يې هم درلودې، په خاص ډول لویه ویاله کې چیرې چې د ګذر وکیلانو، ملا امامانو او نورو زموږ سره مرسته زیاته کړې ده".

په ورته وخت کې د کندهار ښار اوسیدونکي وايې چې تېر میلادي کال د ګوزڼ پېښې تر ډيره په هغه کورنیو کې رامنځ ته شوي چې خپلو ماشومانو ته يې له واکسین ورکولو انکار کولو.

جبار او جمعه ګل د کندهار ښار اوسیدونکي په دې هکله وایي: "... کومو کسانو یا کورنیو چې خپلو ماشومانو ته واکسین نه دی ورکړی هلته حتماً د ګوزڼ یوه پېښه ثبت شوې چي خلګ یې اوس په خپلو سترګو ویني."

نوموړو زیاته کړه، په کندهار ښار کې د واکسین په برخه کې اوس ښځينه مبلغینې شته، هغوی کورونو ته ورځي او میندې هم ورسره همکاري کوي.

د پوليو پر ضد د اغېزمنو هڅو د پیاوړتیا لپاره یوه میاشت وړاندې د کندهار په کچه د دولتي ادارو ترمنځ د همغږی نوی پروګرام پيل شوی چې اساسي موخه يې د خدمتونو رسولو په پايله کې پوليو واکسین ته د کورنیو هڅول بلل کیږي.

په یادو ادارو کې به د واکسین له پروګرام سره د حج او اوقافو، کلیو او پراختیا، پوهنې او ښځو چارو ریاستونو په ګډون ځينې نورې ادارې هم په ګډه کار کوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG