د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې د پوليو دوې نوې پېښې ثبت شوي


آرشیف
آرشیف

د کندوز ولايت امام صاحب ولسوالۍ کې د پولیو دوه تازه پیښې ثبت شوي چې دې سره په هیواد کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمیر درې ته ورسید.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له مینځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي، چې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې دوه ماشومان چې یوه یې انجلۍ او بل یې هلک دي په پولیو ناروغۍ اخته شوي دي.

د ګوزڼ لومړی پېښه د ۲۰۲۱ ميلادي کال په لومړیو کې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ثبت شوې وه چې په دې سره په افغانستان کې د پولیو د ټولو پېښو شمیر درې ته ورسید.

نیک ولی شاه مومند د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له مینځه وړلو د پروګرام مسؤول وایي دا لا څرګنده نده چې دغه ماشومان مخکې واکسین شوي که نه.

هغه وویل: "دغه دوو ماشومانو د اکتوبر په ۲۰ او ۲۹ باندې مراجعه کړی وه چې بیا د اکتوبر په ۳۱ او د نومبر په دریمه نیټه یې پیښې مثبتې ثابتې شوې."

له دې پیښو سره د یو شمېر خلکو اندیښنې نورې هم ډیرې شوې ځکه چې د تیرو څو میاشتو د کمپاین نه ترسره کیدو له امله په ماشومانو کی د معافیت خلا رامنځته شوې او کیدای شي نور ماشومان هم پرې اخته شي.

احمد، د کابل ښار اوسیدونکی په دی هکله داسې وویل: "زه د خپلو اولادونو لپاره ډیر په اندېښنه کې يم ځکه چې ګوزڼ نا علاجه ناروغي ده او کیدی شي په ټولنه کې ډیر ژر خپره شي."

هغه زیاته کړه، د دې لپاره چې مونږ خپل او د نورو ټولو ماشومانو حق پوره کړی وي نو په ټولو هېوادوالو غږ کوم چې د پوليو په هر ځل کمپاين کې خپلو ماشومانو ته دوه څاڅکي د پوليو واکسين ورکړي.

تېر ۲۰۲۰ میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ۵۶ مثبت پېښې ثبت شوې وې او علت یې هم د امنیتي ستونزو له امله د هدف وړ ماشومانو ته د پولیو واکسین نه رسیدل په ګوته شوي وو.

خو روان میلادي کال هم په افغانستان کې تر دې مهاله د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د نورو ستونزو تر څنګ په افغانستان کې د سیاسي بدلون له امله د پولیو واکسین کمپاینونو کې هم ځنډ را مینځ ته شو.

روغتیایي کارپوهان وایي، د پولیو ناروغۍ لپاره لا تر اوسه کوم درمل نه دي جوړ شوي، خو د ګوزڼ ضد واکسین دوه څاڅکي کولای شي چې ماشومان د دې نا علاجه ناروغۍ په وړاندې وقایه کړي.

XS
SM
MD
LG