د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې یو شمېر کورنۍ خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي‌ نه ورکوي


آرشیف
آرشیف

هغه کورنۍ چې په دعوت و تبلیغ ډلې پورې تړاو لري، اولادونو ته د واکسین ورکولو څخه ډډه کوي.

د کندوز د کتلوي معافیت مسؤلین وايي چې په دعوت و تبلیغ ډلې پورې تړلي یو شمیر کسان چې د کندوز په ښار کې ژوند کوي، خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکوي.

دغه کورنۍ په مختلفو بهانو خپل اولادونه د واکسین کولو لپاره د کمپاین په ورځو کې نه راوباسي، خو د کتلوي معافیت مسولین بیا وايي‌ چې دوی به وهڅوي ترڅو واکسین وکړي.

پدې اړه د دعوت و تبلیغ د مرکز له مشرانو سره هم خبرې شوي دي، خو هغوی وايي چې د پولیو د څاڅکو ردول د کورنیو خپل کار دی، دوی چاته د واکسین د نه کولو خبره نه ده کړې.

په کندوز کې یو شمېر کورنۍ خپلو اولادونو ته د پولیو څاڅکي‌ نه ورکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

داکټر عبدالکریم باجوړی وايي: "... د دې پر ځای چې مونږ په کلیو او بانډو کې د واکسینو د رد پیښې ولرو ځکه چې هلته د خلکو د علم کچه ټیټه ده، خو له بده مرغه مونږ د کندوز په ښار کې داسې کورنۍ لرو چې واکسین ردوي."

هغه زیاته کړه، زمونږ د معلوماتو له مخې دا هغه خلک دي چې د دعوت او تبلغ کار کوي.

په کندوز کې د کتلوي‌ معافیت مسؤل، ډاکټر غلام جیلاني‌عطايي‌ بیا وايي‌ چې دوی‌ د عامه پوهاوي‌ شبکه چې له مختلفو ادارو جوړه شوې سره هم خبرې کړي‌ او دغه کورنۍ به وهڅول شي چې اولادونو ته یې د پولیو څاڅکي‌ ورکړي.

هغه وویل: "... زمونږ د عامه پوهاوي شبکه په دوه ولسوالېو کې کار کوي او دغه شبکه د ارشاد حج اوقاف، معارف، ولایت مقام، ولایتي‌ شورا، د عامې روغتیا ریاست او نور همکارو مؤسساتو د استازو څخه جوړه شوی."

نوموړي زیاته کړه، هغوی‌ سره موضوع شریکه شوې او د حج اوقاف ریاست دا مسؤلیت اخیستی چې له هغو کورنیو سره خبرې وکړي چې خپلو اولادونو ته د پولیو څاڅکي‌ نه ورکوي.

د کندوز یو تن دیني‌عالم مولوي‌ غیاث الدین حنفي‌ وايي‌ چې کورنۍ د خپلو اولادونو پر وړاندې مسولیت لري چې د هغوی‌ د صحت خیال وساتي.

هغه وویل: "... د ناروغۍ تداوي‌ د سنت طریقه ده او له ناروغۍ نه وړاندې د مرض وقایه هم تداوي‌ ده چې دغه چارې په احادیثو او د پېغمبر په سیرت کې روښانه شوي‌ دي."

ډاکټران وايي‌ هغه ماشومان چې په پرله پسې ډول د پولیو د کمپاینونو پر وخت له څاڅکو خوړلو پاتې‌ کیږي د کوزڼ کیدو خطر یې هم زیاتیږي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG