د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ کې سیمه ییزې رسنۍ او د پولیو واکسین په اړه خلکو ته پوهاوی


آرشیف
آرشیف

د پولیو واکسین د عامه پوهاوي لپاره تر ټولو غوره لاره راډیو ده، چې دغه ډول پېغامونه په آسانه او په یو وار ډېرو خلکو ته رسولی شي.

په کونړ کې سیمه ییزو راډیوګانو په رضا کاره توګه د واکسین د عامه پوهاوي لپاره خپلې هڅې پیل کړي او وايي دغه چاره به روانه ساتي.

دغه ولایت کې د ځلا په نوم د یوې ایف ایم راډیو مشر شکیب سانین وايي، دا کار یې ځکه پیل کړی چې د سیمې ماشومان یې د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ وژغورل شي.

هغه زیاته کړه: "... موږ دا د خپل فرض ګڼو چې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې له مبارزې سره کومک وکړو. موږ په راډیو کې د کمپایونو په ورځو کې اعلانات جوړوو او خلک خبروو چې خپل ماشومان واکسین کړي."

په دغه ولایت کې د شته ځلورو سیمه ییزو راډیو ګانو مسولین وايي، د ګردي میزونو، خبرونو او مرکو له لارې هم د واکسینو پر تړاو عامه پوهاوي ته دوام ورکوي.

کونړ کې د واکسین د پروسې مشر ډاکټر محمد اسحاق نظامي په دې برخه کې د سیمه ییزو راډیو ګانو چارې ستايي، او وايي چې د دې ولایت نږدې نیمايي اوسېدونکو ته پوهاوی کوي.

هغه زیاته کړه: "... موږ سره سیمه ییزې راډیوګانې ډېره مرسته کوي، دوی ته چې کله ووایو یو ځل اعلان خپور کړئ نو دوی یې څو ځلې خپروي او دا له موږ سره مرسته ده چې د واکسینو پروسه ښه مخته لاړه شي."

نوموړی وايي، رسنۍ هر ځلې د واکسینو له پیله وړاندې، خلکو ته د پوهاوي لپاره اعلان کوي او دا چاره ډېره ګټوره تمامه شوې ده.

د کونړ ځايي اوسېدونکي هم د واکسینو پر تړاو د عامه پوهاوي په برخه کې ټولې او په ځانکړې توګه د کونړ سیمه ییزې رسنۍ ستايي. دوی د عامه پوهاوي پر تړاو د پروګرامونو لا ډېرېدل غواړي.

محمد رفیق، د کونړ د اسدآباد اوسېدونکی په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "... بلکل راډیوګانې اعلان کوي چې سبا یا بل سبا کمپاین دی، نو موږ متوجه کړي او خپل ماشومان کورونو کې وساتو چې واکسین ور ورسېږي."

د ډېرو خلکو په باور که د کمپاینونو تر څنګ د عامه پوهاوي لپاره هم هڅې یو څه ګړندۍ شي لرې نه ده چې افغانستان هم له پولیو یو پاک هېواد اعلان شي.

د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې تر اوسه یواځې د پولیو یوه پیښه په غزني ولایت کې ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG