د لاس رسي وړ اتصالات

له کلونو وروسته په میدان وردګ کې د پولیو ضد کمپاین تطبیق شو


عکس له آرشیف څخه اخیستل شوی
عکس له آرشیف څخه اخیستل شوی

په میدان وردګ کې د طالبانو د حکومت روغتیایي مسؤولین وایي چې په تېرو دوو لسیزو کې د دې ولایت یواځې دوه ولسوالیو ته په نسبي ډول د پولیو ضد واکسین رسیدلی او پاتې اووه ولسوالۍ له واکسین څخه پاتې شوي.

دوامداره جګړه د دې لامل وه چې د میدان وردګ اوسیدونکي د پولیو ضد واکسین په ګډون له هر ډول خدمتونو څخه بې برخې پاتې شي.

روغتیایي مسؤولین وایي چې اوس د جګړې تغر ټول شوی، دا امکانات برابر شوي چې د دې ولایت په ټولو لیرې پرتو سیمو کې د هدف وړ ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین شي.

د میدان وردګ د عامې روغتیا ریاست د کلتوي معافیت مسؤول، ډاکټر صاحب الدین وايي چې د سیاسي بدلون وروسته په یاد ولایت کې د پولیو ضد دوه کمپاینونه په بریالیتوب سره تطبیق شوي.

ډاکټر صاحب الدین امریکا غږ ته وویل: "د ټول ولایت په کچه د پولیو ضد دوه دورې کمپاینونه ترسره شول او پوښښ ېې له ۹۵ سلنې څخه لوړ وه."

د نوموړي په وینا، د دوی ټاکل شوی هدف دا و چې شاوخوا ۱۵۴۰۰۰ تنه له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورسوي. او له نیکه مرغه د دوی واکسیناتوارن په دې وتوانیدل چې له ۹۵ سلنې زیات ماشومان واکسین کړي.

د میدان وردګ ولایت د پوهنتون استاد انجنیر احمد الله غورځنګ، د یاد ولایت ټولو ولسوالیو ته د واکسین رسیدل کټور ارزوي او د پولیو ویروس د له منځه وړلو لپاره ېې یو اړین ګام بولي.

ښاغلي غورځنګ امریکا غږ ته وویل: " دا لومړی ځل دی چې د میدان وردګو ولایت په ټولو ولسوالیو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي."

د نوموړي په وینا، مخکې له دې د امنیتي ستونزو له امله په ټولو ولسوالیو کې کمپاینونه نه ترسره کیدل، خو د امنیت په ټینګیدو سره اوس د دوی هر کلي ته واکسین رسیږي."

له کلونو جګړو او ناخوالو وروسته، دا لومړی ځل دی چې د ګوزڼ ضد واکسین د میدان وردګو په ټولو ولسوالیو کې تطبیق کیږي او خلک ېې پراخ هرکلی کوي.

روغتیا پالان وایي، د پولیو ضد واکسین دوه څاڅکي کولی شي ماشومان د ګوزڼ او تل پاتې معلولیت له رنځ څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG