د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۲۲ کې میدان وردګ کې د ګوزڼ ضد واکسین لومړی کمپاین پیل شو


په میدان وردګو ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین
په میدان وردګو ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین

د میدان وردګ ولایت اوسیدونکي د دوی کلیو ته د پولیو ضد د واکسین د کمپاین په رسیدو خوښي څرګندوي او له کورنیو غواړي چې له فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره خپل ماشومان واکسین کړي.

له دوو لسیزو وروسته دا لومړی ځل دی چې د میدان وردګ ولایت ټولو سیمو ته په منظم ډول د پولیو ضد واکسین رسیږي. دا کمپاین تازه پیل شوی دی.

۵۲ کلنه سیما چې د نرخ ولسوالۍ اوسیدونکې ده او درې لمسیان لري وایي له اوږدې مودې وروسته د دوی کلي ته د ګوزڼ ضد واکسین راغلی او خپل لمسیان ېې واکسین کړي.

اغلې سیما امریکا غږ ته وویل: "نور کله به د جګړو له امله زموږ ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل، خو اوس چې جګړه پای ته رسیدلې واکسیناتوران زموږ کورونو ته راځي او زموږ ماشومان واکسینوي."

د سیداباد ولسوالۍ کې یو قومي مشر رحمت الله عزیزي هم دا تاییدوي چې د جګړو په ختمیدو سره د دوی د کلي ماشومانو ته په منظم ډول د پولیو ضد واکسین رسیدلی.

ښاغلي عزیزي امریکا غږ ته وویل: "زموږ په کلي کې کور په کور کمپاین تطبیق شو او هر ماشوم ته د پولیو ضد واکسین وشو."

د نوموړي په وینا اوس د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوی او هره کورنۍ په پوره لیوالتیا سره خپل ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسینوي.

د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست سرپرست، ډاکټر فرید احمد نوري وایي دوی په ټولو ولسوالیو او کلیو کي د واکسیناسیون پلان په بشپړه توګه تطبیق کړی او هڅه ېې کړې چې په کلینیکونو کې د روغتیایي تعلیماتو، رسنیو او معلوماتي پاڼو د ویشلو له لارې د عامه پوهاوي کچه لوړه کړې.

د میدان وردګ روغتیايي مسؤولین خلکو ته ډاډ ورکوي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به هم د دې ولایت تر هر کور او هر ماشوم پورې د پولیو ضد واکسین ورسوي.

XS
SM
MD
LG