د لاس رسي وړ اتصالات

په تورخم کې ټولو مسافرو ته پولیو واکسین ورکول کيږي


آرشیف
آرشیف

د ننگرهار د عامې روغتیا د کتلوي معافیت مسوولین وایي چې له پاکستانه د پولیو ویروس د رالېږد مخنیوي لپاره یې په تورخم ښارګوټي کې د واکسین ټیمونه ګمارلي دي چې ټوله اونۍ کار کوي.

د دې ادارې مشر داکټر جان محمد صاحبزاده امریکا غږ ته وویل چې دوی د واکسین ۲۵ ټیمونه یوازې په تورخم کې ګمارلي چې د ماشومانو په ګډون ټولو مسافرو ته د پولیو ضد واکسین کوي.

هغه وایي چې د دوی د ټیمونو له خوا واکسین کوونکو ته د تصدیق یوه پاڼه هم ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په تورخم کې د واکسین د ټیمونو فعالیت ډېر اغېزمن دی او هره ورځ ټول مسافر چې له دې دروازې ننګرهار او کوزې پښتونخوا ته اوړي را اوړي، په حتمي توګه واکسینېږي.

د داکټر صاحبزاده پر وینا که په تورخم کې مسافرو ته د پولیو ضد واکسین ونه شي نو له پاکستانه د پولیو ویروس د رالېږدېدو ګواښ شته دی.

هغه وویل: "... موږ په تورخم پوله کې د واکسیناتورانو ټیمونه لرو چې سهار د دروازې د خلاصېدو له پیله تر بندېدو په مختلفو وختونو کې ټول هغه مسافرین چې پر دې لاره تګ راتګ لري د پولیو پر ضد څاڅکي اچول کېږي."

نوموړي زیاته کړه، واکسین شویو کورنیو ته بیا کارت ورکول کېږي ترڅو په آسانۍ سره تګ راتګ وکړی شي.

پر همدې حال په تورخم کې له پاکستانه راتلونکي کسان هم د پولیو واکسین له دې کاره خوښ دي او وایي چې دوی په تورخم کې په حتمي توګه واکسینېږي.

دل آغا، د ننګرهار یو اوسېدونکی پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "... موږ له پېښوره راغلو د تورخم دواړو غاړو ته واکسین والا ولاړ وو او هر چاته یې د پولیو څاڅکي اچول، بیا به یې ورته کارت ورکوه. موږ هم خپله څاڅکي واخیستل."

د ننګرهار یو بل اوسیدونکی اجمل بیا وایي: "... واکسین ښه شی دی، له پولیو نه د ماشومانو راتلونکی ژغوري، که واکسین ونه کړو وېره شته چې ماشومان مو په دایمي فلج اخته شي. مونږ ولیدل چې تورخم کې ټولو مسافرو ته واکسین کېده."

د ننګرهار دعامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت اداره وایي چې دوی په تورخم کې د پولیو ویروس د مخنیوي او د مسافرو د حتمي واکسین کولو لپاره چټک ګامونه پورته کړي او توانېدلي چې له پاکستانه د پولیو ویروس د رالېږد مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG