د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه نا امنو سیمو کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین نوې هڅې


په فراه کې د پولیسو واکسین کمپاین یوه برخه
په فراه کې د پولیسو واکسین کمپاین یوه برخه

د فراه سیمه ییز چارواکي په ولسوالیو کې تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو واکسین د رسېدو د نوي پرګرام خبره کوي.

د فراه د عامې روغتیا مشر عبدالجبار شایق وایي په هغو ولسوالیو کې چې پدې وروستیو کې د ځېنو ننګونو له امله یو شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتي شوي، دوی پلان لري چې د ځایي خلکو په منځګړيتوب هلته خپل حد اکثر امکانات ور ولیږي.

خو نوموړی بیا د دې پروګرام عملي کولو لپاره د خلکو همکاري اړینه بولي.

هغه وویل: "موږ د پولیو واکسین تطبیق په موخه تر ډیره حده امکانات د ولسوالیو اوسېدونکو په اختیار کې پرېږدو، هلته ځو او ددوی ماشومان واکسینوو."

نوموړی زیاتوي د خلکو څخه غواړو چې موږ سره پوره همکاري وکړي او هغه ماشومان چې له واکسین څخه بې برخې پاتې موږ ته را وښيي تر څو واکسین شي.

د فراه ولایتي شورا رئیس داد الله قانع تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو واکسین رسېدو پروګرام هر کلی کوي، خو پر عامو ولسونو غږ کوي چې پدې اړه له طالبانو سره خبرې وکړي او خپله هر ډول همکاري له واکسین کوونکو سره ونه سپموي.

هغه وویل: "هر ماشوم چې په یوه کلي کې ګوزڼ ووهي، هغه د ټولو د اوږو بار وي، نو د کورنیو څخه زموږ هیله دا ده چې د واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، خپل ماشومان دې واکسین کړي او د ګاونډیو ماشومانو د واکسین کولو لپاره دې هم واکسین کوونکو ته لارښونه وکړي."

مدني فعالان بیا په ولسوالیو کې د پولیو واکسین کمپاینونو لمن پراخولو لپاره د دیني عالمانو او قومي مشرانو رول ډیر مهم بولي، او زیاتوي، که چیرې ځایي دیني عالمان او قومي مشران وغواړي نو د پولیو واکسین پر وړاندې ټولې ننګونې لیرې کېدای شي.

عبدالرحمن ژوندی، د فراه یو مدني فعال پدی هکله وايي: "زه د یوه ځوان او د یوه مدني فعال په توګه له خلکو څخه غواړم چې یواځې د واکسین لپاره دولت او روغتیايي چارواکو ته په تمه نشي، بلکه دوی هم باید خپل کوچني ماشومان روغتیايي مرکزونو ته د واکسین لپاره یوسي."

نوموړي زیاته کړه، په کلیو کې باید دیني عالمان او قومي مشران رامخته شي، د طالبانو او دولتي مسوولینو سره جلا جلا ناستې وکړي، او د واکسین تطبیق ته لاره هواره کړي."

ډاکټران پولیو واکسین د ماشومانو د فلج ناروغۍ مخنېوي لپاره یوازنی غوره او تجربه شوي درمل بولي، چې په پوره بریالیتوب سره ماشومان له فلج ناروغۍ څخه ژغوري، او هېڅ ډول جانبي عوارض هم نلري.

XS
SM
MD
LG