د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار امنیتي مسؤلین د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت په ټینګښت کې مرسته کوي


آرشیف
آرشیف

د ننګرهار امنیه قومنداني وایي چې د دې ولایت پولیس د پولیو واکسیناتورانو د امنیت په ټینګښت کې پوره مرسته کوي او هغوی ته هر ډول آسانتیاوې برابروي.

د ننګرهار امنیه قومانداني چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د پولیو پر وړاندې روانه مبارزه کې د پولیسو ونډه غښتلې ده او په بیلابیلو برخو کې واکسیناتورانو سره مرستې کوي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند فرید خان امریکا غږ ته وویل چې د دې ولایت پولیس د واکسیناتورانو امنیت ته لومړیتوب ورکړی او په هغو سیمو کې چې واکسیناتوران فعالیت لري، پولیس یې مرستندویه دي.

هغه وویل چې نا‌امنو سیمو ته د واکسیناتورانو د ورتګ پرمهال پولیس ورسره مرسته کوي او واکسیناتورانو سره اوږه په اوږه فعالیت کوي.

فرید خان زیاتوي، دوی په لرې پرتو سیمو کې واکسیناتورانو ته د ورتګ آسانتیاوې برابرې کړي، خنډونه یې له مخې لرې کړي او کولای شي پرته له کومې ویرې ماشومانو ته واکسین وکړي.

د هغه پر وینا دوی او واکسنیاتوران ښه همغږي لري او پولیس یې د امنیت پر ټینګښت مکلف دي.

هغه وویل: "... مونږ ورسره ډیر کومک کوو، کوم واکسیناتوران چې ولسوالیو ته ځي او مشکل سره مخامخ کېږي، دوی بیا موږ ته زنګ ووهي او موږ یې ستونزو ته د حل لاره پیدا کوو. پولیس شپه او ورځ د دوی په خدمت کې دي."

نوموړي زیاته کړه، دوی اوس کولای شي په ډاډه زړه هرې ولسوالۍ ته چې وغواړي تللې شي.

همدارنګه، د ننګرهار په لرې پرتو سیمو کې میشت خلک وایي چې د پولیو واکسیناتورانو سره د امنیتي ځواکونو په تیره د پولیسو مرستې ګټورې تمامېږي او په سیمه کې له واکسینه د پاتې شویو ماشومانو لپاره د څاڅکو پر رسولو اغیز لري.

دوی وایي که پولیس واکسیناتورانو سره مرستې وکړي، په ناامنو سیمو کې هم ماشومانو ته د واکسین څاڅکي رسول کېږي.

د ننګرهار اوسېدونکی عزت الله وايي: " ... د پولیسو مرسته ډېره ضروري ده، واکسین په ښه شان ترسره کېدای شي او واکسیناتوران ټولو ماشومانو ته رسیدګي کولای شي."

د ننګرهار یو بل اوسیدونکی چې عبدالخالق نومیږي امریکا غږ ته وویل: "... که پولیس مرسته وکړي بیا واکسین په ناامنو سیمو کې هم ترسره کېدای شي او واکسیناتوران به ستونزو سره مخ نه شي."

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت ادارې د معلوماتو له مخې د دې ولایت په حصارک، شېرزادو، خوګیاڼیو او د شینوارو په ځینو سیمو کې شاوخوا ۳۸ زره ماشومان د ناامنۍ له امله د پولیو ضد واکسین له څاڅکو بې برخې پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG