د لاس رسي وړ اتصالات

باسواده میرمنې په عامه پوهاوي کې کلیدي رول لوبولې شي - فعالانې


آرشیف
آرشیف

په ختیځ کې ښځینه فعالانې د پولیو پر وړاندې روانه مبارزه کې د لوستو مېرمنو ونډه ګټوره بولي او وایي چې دوی کولی شي په کورنیو کې د پولیو واکسین د ګټو په اړه ګټور عامه پوهاوی وکړي.

د چارواکو په وینا، د مېرمنو ونډه ډېره اغېزناکه ده او د پولیو ناروغۍ د زیانونو او د واکسین د ګټو په اړه یې مبارزه ډیره ګټوره ګڼل شوې ده.

دوی وایي چې د لوستو مېرمنو په مرسته د لرې پرتو سیمو مېشتې مېرمنې د واکسین پر ګټو او د پولیو ناروغۍ پر زیانونو پوهېږي .

د ښځینه فعالانو پر وینا که مېرمنې کور په کور عامه پوهاوی وکړي، د واکسین پر وړاندې خنډونه به لرې شي او کورنۍ به د ماشومانو واکسین کولو ته وهڅیږي.

دغه مېرمنې وایي چې لوستې مېرمنې د پولیو پر وړاندې عامه پوهاوی په ښه توګه ترسره کولای شي.

یاسمین صافۍ، د کونړ ولایت یوه ښځینه فعاله په دې هکله وايي: "... د واکسین په اړه د باسواده مېرمنو فکري کچه تر نورو مېرمنو لوړه ده، دوی کولای شي هغه مېرمنې چې کورونو کې دي، لوست یې نه دی کړی هغوی ته د واکسین په اړه ښه قناعت ورکړي."

همدارنګه عایشه د لغمان ولایت یوه بله ښځینه فعاله پدې هکله داسې وایی: "... دغه ښځې چې پوهېږي دوی باید په کمپاینونو کې د عامه پوهاوي لپاره په رضاکارانه توګه ګډون وکړي او ښځو ته د واکسین د ګټو او د پولیو ناروغۍ د زیانونو په اړه معلومات ورکړي."

نجلا امیرزی بیا وايي: "... د ښځو برخه کې کار کوم، د ټولو مېرمنو نه په تېره باسوادو مېرمنو څخه هیله کومه چې په کومه منطقه یا کلي کې چې ژوند کوي باید ټولو هغو مېرمنو سره مرسته وکړي او عامه پوهاوی ورکړي ترڅو خپل ماشومان واکسین کړي.

پر همدې حال د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت اداره هم د پولیو واکسین د سم ترسراوي او د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ښځینه وو فعالانو او لوستو مېرمنو ونډه ستایي او وایي چې دوی کولای شي په کورنیو کې په دې تړاو ګټور عامه پوهاوی ورکړي.

ددې ادارې مشر داکټر جان محمد صاحبزاده امریکا غږ ته وویل چې د پولیو واکسین په سم ترسراوي کې د ښځو ونډه دوی ته اړینه ده.

هغه وایی: "... په عامه پوهاوی کې د ښځو فعالیت ډېر مؤثر دی ځکه ښځینه همکارانې کولای شي په آسانۍ کورونو ته ننوځي، ښځینه وو ته د ناروغۍ د اضرارو په اړه معلومات ورکړي او د هغې د وقایې لپاره چې کوم واکسین تطبیقېږي لکه د پولیو واکسین، د دې فواید ورته ووایي."

د ننګرهار ولایتي اداره وایي چې دوی پولیو واکسین د سم ترسراوي او د خلکو د پوهاوي لپاره د جلال آباد ښار ناحیو کې د عامه پوهاوي نوی کمپاین پیل کړی چې له مخې به یې په خپله ښاریان د پولیو واکسین د ګټو او د دې ناروغۍ د زیانونو په اړه خلک پوهوي.

د افغانستان په ختیځ کې د پولیو پر وړاندې مبارزه کې د عامې روغتیا ریاست تر څنګ د ټولنې نور وګړي هم ګډون لري.

XS
SM
MD
LG