د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو دویم ډول ویروس شمېر ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو دی - چارواکي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، که ماشومانو ته د پوليو کمپاینونو پر مهال واکسين ونه رسول شي، په دغه هېواد کې به د پوليو دويم ډول ويروس پېښې لا زياتې شي.

د پوليو دويم ډول ويروس تیرکال په افغانستان کې خپور شو او د روغتيايي چارواکو په وينا، د دغه ويروس له کبله د معلولیدونکو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دی.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د پوليو د محو کولو پروګرام د اړيکو مسؤل ډاکټر ميرجان راسخ وايي، له دې امله چې ماشومان په ډله يیز ډول د پوليو له واکسين نه محروم شوي، د دويم ډول فلج پېښو رامنځته کېدو ته زمینه مساعده شوې.

هغه وويل: "... دويم ډول يې هم فلج رامنځته کوي. له لومړي ډول ويروس سره د دې توپير دا دی چې دا ويروس د معافيت د خلاء د وجهې نه رامنځته کيږي،‌ يعنې هغو سيمو کې چې کمپاين په سمه توګه نه پلي کيږي او ماشومان په ډله ييزه توګه له واکسين څخه بې برخې پاتې کيږي، دا ويروس منځته راځي."

روان ۲۰۲۱ ميلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د دويم ډول ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، خو تیر ۲۰۲۰ کال په دغه هېواد کې د همدې ډول ګوزڼ شاوخوا ۳۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

ډاکټر ميرجان راسخ وايي، تر هغو چې د هر کمپاين پرمهال هر ماشومان ته د پوليو واکسين ونه رسول شي، ممکن نه يواځې د دويم ډول، بلکې د لومړي ډول ګوزڼ مثبتې پېښې هم په هېواد کې زياتې شي.

ښاغلی راسخ وايي: "... د واکسين د ورکړې له وجهې نه موږ کولای شو، چې د پوليو ويروس د هر ډول مخنيوی وکړو. ځکه د پوليو واکسين کولای شي چې د ماشومانو په بدن کې معافيت رامنځته کړي او ماشومان د دې ويروس په مقابل کې وقايه او خوندي کړي."

د پوليو دويم ډول ويروس د تیر کال په لومړيو کې له پاکستانه د افغانستان ختيځ، په ځانګړې توګه ننګرهار ته د تورخم له لارې انتقال شوی او وروسته يې د هېواد نورو سيمو ته هم سرايت وکړ.

يو شمېر خلک د دغه ويروس پر خپریدو اندیښنه څرګندوي او وايي‌ که کورنۍ ناغيړي وکړي‌ او خپل ماشومان واکسين نه کړي، ښايي چاپیريال لا ډیر پر دغه ويروس ککړ شي.

د دې ولايت اوسیدونکی ګوهر الرحمن وايي: "... پوليو ډیر خطرناک مرض دی. کوم ماشومان چې پرې اخته شي،‌ يا يې وژني يا فلجوي. نو ټول عمر به د بل چا د اوږو بار وي. له ميندو او پلرونو غواړم چې خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکړي."

روغتيا پالان د پوليو ويروس دواړه ډولونه دايمي معلولوونکي بولي چې بيا هيڅکله تداوي نه لري، خو د پوليو واکسين يې د مخنيوی وسيله بلل کيږي.

XS
SM
MD
LG