د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم کې هره ورځ ټولو مسافرو ته د پولیو واکسین ورکول کیږي


آرشیف
آرشیف

د ننګرهار چارواکي وایي چې د پولیو لپاره یې د یو منظم پلان په جوړولو سره د دواړو خواوو مسافرو ته د تګ را تګ پر مهال د ګوزڼ واکسین آسانتیاوې برابرې کړي.

د ننګرهار ولایت د روغتیا ریاست د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر جان محمد امریکا غږ ته وویل چې تورخم ښارګوټي کې هره ورځ مسافرو (مېرمنې، سړي او ماشومان) ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکول کیږي تر څو د فلج د واقعاتو او انتقال مخنیوی وشي.

هغه وویل: "موږ هره ورځ له دوه زره څخه نیولې تر درې زره پورې هغو مسافرو ته د پولیو څاڅکي ورکوو چې پاکستان ته اوړي او چې له هغې غاړې دې خواته را اوړي نو پاکستاني ټیمونه ورته واکسین کوي. یعنې موږ په څو شفټوتو کې ټیمونه ګمارلي دي چی هیڅوک هم له واکسینو پاتې نه شي".

ډاکټر جان محمد زیاتوي چې دا کار یې ځکه ګړندی کړی او په منظم ډول یې کوي چې دواړه ګاونډي هېوادونه په ټوله نړۍ کې د پولیو ویروس وروستي سنګرونه پاتې دي او غواړي چې دا ناروغي نوره ختمه شي.

نوموړي زیاته کړه: " اوس ټوله نړۍ کې پولیو ختمه شوې ده، خو همدا دوه ګاونډي هېوادونه پاتې دي چې پولیو پکې لا شته او دواړه هېوادونه اوږده پوله او د خلکو ډېر تګ راتګ هم لري نو موږ ځکه کوشش کوو چې سرحدي سیمو کې د واکسینو پروسه ښه او چټکه کړو".

پاکستان ته تلونکي مسافر هم خوشاله دي چې وړو او زړو ټولو ته د پولیو واکسین کېږي. دوی وایي غواړي پولیو ناروغي ختمه شي.

محمد اقبال چې د کونړ ولایت اوسیدونکی دی او پېښور ته روان و، امریکا غږ ته یې وویل: " ما ته یې واکسین واچول او زه خوشاله شوم، ځکه که څوک په پولیو اخته شي نو بیا یې رغېدل نه کېږي، نو موږ باید واکسین وکړو".

د ډېرو خلکو باور دا دی چې که په کلیو بانډو کې امنیتي ننګونې خلاصې شي تر څو هر ماشوم ته واکسین ورسېږي او همدا شان په سرحدي سیمو کې دغسې پروسې ګړندۍ شي نو پولیو کمېدلی او ختمېدلی شي.

XS
SM
MD
LG