د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان: ژمي کې د پولیو واکسین اغېز خورا زیات دی


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د ارزګان ولایت د کتلوي معافیت چارواکي د پولیو د ژمني کمپاین د ترسره کولو لپاره د ځانګړې چمتوالي یادونه کوي.

د ارزګان ولایت په ګډون د سویل یو شمېر ولایتونه سوړ ژمی لري، او د سړې هوا له کبله ځینو سیمو ته تګ راتګ ستونزمن وي.

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر، ډاکټر سیف الدین همنوا، امریکا غږ سره په مرکه کې سړه هوا د واکسین د ښه اغېز لپاره غوره موسم یاد کړ.

ښاغلي همنوا وویل: "په سړه هوا کې واکسین خپل کیفیت تر ډېر وخت پورې ساتلی شي او اغېز یې هم ۱۰۰ سلنه وې."

د نوموړي په وینا، هڅې روانې دي چې کور په کور کمپاین پیل شي ترڅو تر هر ماشومه د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورسوو.

بل پلو، ارزګان کې د پولیو کمپاین یو تن رضاکار نظیر احمد، چې کلونه ېې د واکسین په پروګرام کې کار کړی، د هدف وړ ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین په رسولو کې د کورنیو پر مرسته ټینګار کوي.

ښاغلي نظیر احمد امریکا غږ ته وویل: " ډیری داسې کورنۍ وې چې خپلو ماشومانو ته ېې د پولیو واکسین له ورکولو انکار کاوه، او همدا لامل و چې د هېواد په سویل کې د ګوزڼ پېښې زیاتې شوې."

نوموړي زیاته کړه، دا ځل به د کورنیو په ملتیا هڅه وکړو تر څو ټولو هغه ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کالو کم وي د پولیو ضد واکسین ورسوو.

په ارزګان کې تېر میلادي کال د ګوزڼ پنځه پېښې ثبت شوې وې، چې د سویلي ولایتونو په کچه تر هلمند وروسته لوړې پېښې بلل کیږي.

دغه راز روغتیایي مسؤولین هم په چاپیریال کې د ګوزڼ د ویروس شتون تاییدوي او د اوږدې مودې لپاره له واکسین څخه د ماشومانو پاتې کیدل د زرګونو ماشومانو روغتیا ته لوی ګواښ ګڼي.

XS
SM
MD
LG