د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو واکسین؛ افغانستان کې ۹.۹ میلیون ماشومان واکسین کیږي


په افغانستان کې د پولیو د کمپاین پیلېدل
په افغانستان کې د پولیو د کمپاین پیلېدل

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د پولیو واکسین د تازه دورې پیلېدو خبر ورکړ.

یونیسف ویلي چې دغه کمپاین نن دوشنبه ډسمبر ۱۳ (لېندۍ ۲۲) د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې پيل او د څلورو ورځو لپاره به دوام ولري.

یونیسف همدارنګه ویلي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي دغه کمپاین به په بلخ، غزني، پکتیکا او غور ولایتونو کې په راتلونکې اونۍ کې پيل شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د معلوماتو په اساس د پولیو واکسین په دغه تازه دوره کې به تر پنځه کلنۍ کم عمره ۹.۹ میلیون ماشومان واکسین شي.

د دغه کمپاین لومړۍ دوره د روان کال د نومبر میاشتې په اتمه پيل شوه چې په هغه کې ۸.۵ میلیون ماشومان واکسین شول. یونیسف په اعلامیې کې ویلي چې په یادو ماشومان کې ۲.۴ میلیون هغه ماشومان شامل وو چې تر دا مهاله یې د پولیو هیڅ واکسین نه وو کړی.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي داپنګ لوو ویلي چې په افغانستان کې د پولیو د محوه کولو لپاره ګټور اقدامات تر لاس لاندې نیول شوي او په راتلونکي کال کې به دغه پروګرامونه پراخ شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ټینګار کړی چې ټاکل شوې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ شپږ سر تاسري کمپاینونه وشي او په دغو کمپاینونو کې به تر پنځه کلنۍ کښته ټول ماشومان واکسین شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ یوازې څلور مثبتې پېښې ثبت شوي دي، یاد سازمان هیله ښودلې چې په دغه کال کې تر بل هر وخت د پولیو مثبتې پېښې کمې شوي وې.

ملګرو ملتونو له خلکو څخه غوښتي چې په دې برخه کې د واکسین له ټېمونو سره همکاري وکړي او له طالبانو څخه یې غوښتي چې په کابل او ولایتونو کې د هغوی امنیت خوندي کړي.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دی چې د ګوزڼ ویروس اوس هم په دغه هیوادونو کې له ماشومانو څخه قرباني اخلي.

XS
SM
MD
LG