د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست کوچیان ماشومانو ته د واکسین د نه رسیدو له امله اندېښمن دي


په خوست کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتي د پولیو ضد کمپاین
په خوست کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتي د پولیو ضد کمپاین

په خوست کې د کوچیانو یو شمېر کورنۍ د نورو موسمي ناروغیو ترڅنګ پولیو هم د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره لوی ګواښ ګڼي او د واکسین د نه رسیدو له امله اندیښمن دي.

د خوست کوچیان له چارواکو څخه غواړي چې د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې دې د هیواد نورو وګړو په څېر دوی ته هم پاملرنه وشي.

د ژمي په موسم کې د خوست ولایت پنډغالی له شور او زوږ څخه خالي نه وي او د موسمي کوچیانو د لسګونو کورنیو کوربه وي.

د دغو کوچیانو ماشومان چې د کیږدیو لاندې شپې سبا کوي، د نورو ناروغیو ترڅنګ له ګوزڼ څخه هم خوندي پاتې نه دي.

روغتیا پالان ټولو ماشومانو ته پرته له تبعیض څخه د واکسین پر رسولو ټينګار کوي او وایي چې د واکسین ټیمونه دې د کوچیانو د کیږدیو په ګډون ټولو سیمو ته ځانونه ورسوي او له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان دې واکسین کړي.

د حکم خان په نامه یو کوچي امریکا غږ ته داسی وویل: " موږ واکسین غواړو، ولې ېې نه غواړو، اړتیا ورته لرو، دا واړه ماشومان چې سبا شل وي له هغې خو دا ښه ده چې واکسین شي."

د اول خان کورنۍ چی د پکتیا په سړو سیمو کې ژوند تېروي بیا وایي چې ډېری وختونه ېې ماشومان په مال او رمو پسې له کوره بهر وي ځکه ورته د واکسین رسول آسانه کار نه دی.

دوه تنه نور کوچیان، خینډی او دولت خان بیا وایي چې د سواد د کچې ټیټوالي ېې د ماشومانو پر راتلوونکي هم بده اغېزه کړې.

دوی د واکسین په هکله ورته نظر لري او په دې هکله وايي: "واړه ماشومان له واکسین څخه تیښته کوي. موږ هم په کوچنیوالي کې له واکسین څخه پټیدلو. د واکسین تطبیق ښه کار دی، خو زموږ خلک سواد نه لري او په ګټو یې نه پوهیږې“.

هغوی زیاتوي، موږ د غرونو په لمنو کې ژوند تېروو. په لارو کې ښایي لږ شمېر ماشومان واکسین شي، نو د دې لپاره چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي، په کار ده چې رضاکاران خامخا د کوچیانو کیږدیو ته راشي.

آزاد خان او عید محمد بیا د واکسین په اړه یواځې دومره پوهیږي چې کم عمره ماشومانو ته اړین ده، خو خپل ماشومان ېې د پولیو واکسین له څاڅکو څخه لرې د غرونو په لمنو او دښتو کې لوی شوي.

نوموړي وایي: "مخکې له دې چې ماشومان مو فلج او یا ناروغه شي، د پولیو واکسین ورته غواړو، د واکسین رضا کاران دې زموږ خواته خامخا راشي او ماشومان مو واکسین کړي."

بل لوري ته روغتیایي چارواکي د کوچیانو لپاره د ځانګړې روغتیایي کړنلارې د شتون خبره کوي او وایي چې روغتیایي خدمتونه له تبعیض څخه پرته په ټولو سیمو کې یو شان پلي کیږي، چې د ګوزڼ واکسین ېې هم یوه برخه ده.

ډاکټر ګل محمدالدین، د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال، په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "زموږ روغتیایي ټیمونه او رضاکاران هرې سیمې ته ځي او پرته له کوم تبعیض څخه ټول ماشومان واکسینوي."

د نوموړي په وینا، د ماشومتوب د دورې نور واکسینونه هم په کلینیکونو کې شتون لري، او کورنۍ کولی شي خپل ماشومان واکسین کړي.

روغتیا پالان وایي چې د کوچيانو د مېنو موسمي بدلون او د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی تر ټولو لوی لاملونه دي چې ډیری وخت ېې هغوی د ساري ناروغیو په تیره بیا ګوزڼ ښکار کړي.

XS
SM
MD
LG