د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې مېرمنو ته د پوليو واکسین په هکله عامه پوهاوی ورکول کیږي


آرشیف
آرشیف

د ننګرهار ولاېت د بهسودو په ولسوالۍ کې د واکسین عامه پوهاوي مشره فرخنده نوري له خپلو نورو ښځینه ملګرو سره کور په کور ګرځي ترڅو کورنېو ته د پولېو په هکله پیغامونه ورسوي.

هغوی مېرمنو ته وایي، که خپلو ماشومانو ته په وخت سره د ګوزن ضد واکسین ورنکړئ، نو دوې [ماشومان] به راتلونکي کې د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار شي.

اغلې فرخنده دا هم وویل چې په پېل کې ځینې کورنې د واکسین په وړاندې سم ذهنېت نه لري، خو موږ هڅه کوو چې د همدغو کورنېو له مېرمنو سره وګورو او هغوی واکسین کولو ته وهڅوو.

هغې زیاته کړه: "… موږ هغوی [مېرمنو] ته د ګوزن د واکسین پر اهمیت خبرې کوو، ځکه که په یوه سیمه کې یو ماشوم هم په پولېو ناروغۍ اخته شي نو ویره شته چې بسته کلی او یا سیمه به له خطر سره مخامخ کړي".

د واکسین د عامه پوهاوي دا مشره پوهېږي چې کور په کور عامه پوهاوی د ماشومانو د پولېو ضد واکسین له تطبیق سره څومره مرسته کولی شي. هغه وایي چه خپل ماشومان هرومرو واکسین کړئ او مه پرېږدئ چې هغوی د ټولنې او کورنۍ د اوږو بار شي.

هغې زياته کړه:"… مېرمنې په کور، ښوونځي، کلي او بانډو کې یو بل سره مخ کېږي، او که دوی ته د پولېو په هکله سم پېغام ور ورسېږي نو بېا د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره پوره کوښښ کوي".

په سیمه کې مېرمنې د فرخندې په څېر کارکوونکو د کار څخه راضي ښکاري، ځکه د پولېو واکسین په اړه پېغامونه نېغ په نېغه هغوی ته رسیږي، او دا اقدام تر ټولو ګټور ثابت شوی.

شبانه فیاض چې پخپله هم د عامه پوهاوي د کمپاین غړې ده، امریکا غږ ته ووېل: "د نړۍ ټولو عالمانو د پولېو واکسین تطبیق حلال ګڼلې، زه هم په خپل وار له ټولو کورنېو غواړم چې خپل ماشومان واکسین او هغوی د دې مرض د بدو پاېلو څخه وساتي".

د ننګرهار په کچه هره ولسوالۍ او روغتیايي مرکزونو کې به د پولېو واکسین لپاره د عامه پوهاوي ښځینه غړې وګمارل شي، ترڅو خلکو ته کور په کور د ګوزڼ ضد دوه څاڅکې واکسین په اړه لازم پوهاوی ورکړي.

XS
SM
MD
LG