د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په هلمند کې د ګوزڼ ضد واکسین پروگرام بند کړی


د پولیو یا گوزڼ ضد واکسناسیون
د پولیو یا گوزڼ ضد واکسناسیون

د هلمند مدني ټولنه وايي، وسله والو طالبانو له تېرو شاوخوا دریو میاشتو راهېسې په دغه ولایت کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین پر ټولو پروګرامونو بندیز لګولی، او د عامې روغتیا کارکوونکو ته یې خبرداری ورکړی چې ماشومان واکسین نه کړي .

د دغې ټولنې مشر سردار محمد همدرد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د طالبانو په دغه کار سره شاوخوا پنځه سوه زره ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې پاتې شوي دي.

ښاغلی همدرد وایي "وسله والو طالبانو د هلمند په ټولو ولسوالیو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد پر واکسین کولو بندیز لګولی دی، دلته د عامې روغتیا د ریاست د پولیو د تېرو پروګرامونو د ارقامو له مخې شاوخوا پنځه سوه زره ماشومان له واکسین کولو پاتې شوي دي، چې دا ډېر بد خبر دی."

نوموړی وايي د روغتیا چارې سیاسي او پوځي نه دي او باید، د جګړې ټولې ښکیلې غاړې خلکو ته د روغتیايي اسانتیاوو په برابرولو کې له صحي کارکوونکو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم مني چې د دوی کارکوونکو ته د ځینو وسله والو کړیو له لوري ویل شوي چې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ونه کړي، خو دا نه وايي چې له کبله یې څومره ماشومان له واکسین کولو پاتې شوي.

ماشومانو ته د گوزڼ ضد واکسین کول
ماشومانو ته د گوزڼ ضد واکسین کول

د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ ضد د واکسین د برخې مشر ډاکټر اقاګل دوست امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د قومي مشرانو په منځګړتوب یې هڅه پیل کړي دي.

ښاغلی دوست زیاتوي چې "بلې هو، په هلمند کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین بند دی، موږ له قومي مشرانو غواړو چې د دغه بندیز په لېرې کولو کې مرسته وکړي ځکه چې دا په خپله د هغوی د ماشومانو حق دی، چې نباید ترې محرومه شي، موږ هڅه کو چې دغه پروګرام بېرته پیل کړو."

ښاغلي دوست وویل دا مهال یوازې په مرکز لښکرګاه کې د پولیو ضد د واکسین کولو یو مرکز شته چې په کې د ورځې لسګونه ماشومان واکسین کیږي .

نوموړي د جګړې پر ټولو ښکیلو غاړو غږ وکړ چې ولس ته په خاص ډول ماشومانو ته د صحي اسانتیاوو د برابرولو او رسولو مخه و نه نیسي.

هلمند هغه ولایت دی چې څو کاله دمخه په کې لږ تر لږه د ګوزڼ لس پېښې ثبتې شوې وې .

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي هر کال سلګونه زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینونه کوي، افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې په ځینو برخو کې یې د ګوزڼ پېښې لیدل شوي دي.

وسله والو طالبانو په هلمند کې ماشومانو ته د پولیو ضد پر واکسین د بندیز په اړه لا څه نه دي ویلي خو وړاندې یې ویلي و چې دوی یوازې دا نه چې له دغه پروګرام سره کومه ستونزه نه لري بلکې له خپلو ټولو جنګیالیو غوښتي چې په دغه برخه کې له صحي کارکوونکو سره مرسته وکړي .

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG