په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس د ختمولو هلې ځلې اغیزناکې وې او دا مهال دا ویروس د دغو هېوادونو په ځینو محدودو سیمو کې پاتې دی.
کارپوهانو تېره اوونۍ د «ماشومانو له فلج کېدو څخه پاک هند» د یوې لسیزې په مناسبت یوې مجازې غونډې کې د پولیو د ویروس د کنترول په برخه کې په پرمختګونو خبرې وکړې.
هند د ۲۰۱۴ د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ چې له پولیو پاک شوی دی.
د بل او ملینډا ګیټس په بنسټ کې د تکنالوژۍ، تحقیقاتو او د پولیو د تحلیل د برخې مقام انند باندیو پادیای وویل: «په پاکستان او افغانستان کې د (ماشومانو فلج کېدل) په انفرادي ډول موجود دي، خو د پولیو ویروس د دغو هېوادونو په څو ولسوالیو کې محدود شوی دی.» هغه وايي: «ویروس په دغو سیمو کې وروستۍ سلګۍ وهي.»
انند باندیو پادیای وايي چې په پاکستان او افغانستان کې د پولیو په برخه کې لاس ته راوړنې دا هیله ورکوي چې دا ویرویس مخ په ختمېدو دی.
په پاکستان کې مقاماتو په روان کال کې د پولیو د دوو پېښو خبر ورکړی، تېر ۲۰۲۳ کال کې د پولیو شپږ پېښې په پاکستان کې شوې وې.
په افغانستان کې په روان کال کې مقاماتو لا د پولیو د کومې پېښې خبر نه دی ورکړی، خو تېرکال د پولیو شپږ پېښې یې ثبتې کړې وې.
د روغتیا په نړیوال سازمان کې د ختیځې مدیترانې د سیمې مسئول حمید جعفري په دغې غونډې کې وویل چې تر ۲۰۲۰ کال پورې په دغو دواړو هېوادونو کې د پولیو ۲۳ ډوله وحشي ویروسونه موجود وو، چې په خبره یې اوس یوازې دوه ډولونه د خیبرپښتونخوا په ځينو جنوبي برخو او د افغانستان په ختیځ کې پاتې دي.
جعفر وویل چې د پولیو بیخ اېستل شوی دی، خو یوازې په سرحدي سیمو کې چې د واکسین کوونکو تګ راتګ په کې مشکل دی، شته. نوموړي همدغه راز وویل چې په دغو هېوادونو کې تندلاريتوب او د پولیو په اړه د خلکو ډېر نه پوهېدل د دغه ویروس سره مبارزه سخته کړې ده.
هغه وویل: «د ویرویس جنیټیکي بڼه چې، مخ په ختمېدو ده، په پاکستان کې د تندلارو په سیمو کې ده.»
جعفري وویل هغه ستونزې چې پاکستان ورسره مخامخ دی او افغانستان د طالبانو تر راتګ مخکې ورسره مخامخ و، هند نه درلوده، هغه زیاته کړه چې د پولیو سره د مبارزې په برخه کې د هند زدکړې په نایجریا کې عملي شوې او دا هېواد په ۲۰۲۰ کال کې له پولیو څخه پاک اعلان شو.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې له ۱۹۸۸ کال راهېسې په نړۍ کې د پولیو ویروس ۹۹ سلنه ختم شوی دی او یو مهال د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو کې ۳۵۰زره پېښې وې، خو اوس دا ویروس یوازې په دوو هېوادونو کې محدود دی.
د بل او ملینډا ګیټس د ماشومان د فلج د څانګې مشر جي وینګر وايي سره له دې چې په پاکستان او افغانستان کې د پولیو کمې پېښې شوې، خو نړیوالې هڅې باید روانې وي.
وینګ وویل چې باید د پولیو ضد پروګرام په ښه شکل سره ختم شي او «موږ تل دا خبره کوو چې هر ځای کې د ماشومان فلج کېدل وي، ټولو ځایونو ته ګواښ» دی.
کارپوهان د پولیو د مخنیوي یوازینۍ لار تر پنځو کالونو کم عمره ماشومانو ته د دغه ویروس ضد واکسین کول بولي. دا ویروس ماشومان فلج کوي او ځینې وخت یې د مړه کېدو لامل هم کېږي.
فورم \ دبحث خونه