د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني په لویو لارو او بازارنو کې ماشومان ته د پولیو واکسین تطبیق کیږي – روغتیايي چارواکي


د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ لپاره تر اوسه کومه مشخصه او خوندي درملنه نشه، له دې ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ لار د هغوی واکسینول دي.
د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ لپاره تر اوسه کومه مشخصه او خوندي درملنه نشه، له دې ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ لار د هغوی واکسینول دي.

د غزني ولایت روغتیايي چارواکي وايي هڅه کوي په لویو لارو او بازارونو کې هغه ماشومان واکسین کړي چې په خپلو سیمو کې له واکسین پاتې شوي وي.

دوی زیاتوي چې دا د هغه کورنیو لپاره یو ښه چانس دی چې د بیلا بیلو عواملو له امله یې ماشومان له واکسین پاتې شوي وي.

په غزني کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسؤول، ډاکټر فضل احمد حنیف امریکا ته وویل:"د مونږ واکسیناتوران په لویو لارو او یا بازارنو کې ماشومان ته د پولیو واکسین تطبیقوي، د دوی پام زیات هغو اډو یا موترو ته وي کوم چې هلته ماشومان له لرو پرتو سیمو څخه ښار ته راځي، چیرته چې یا د واکسین کچه ټیټه وي او یا هم د واکسین ستراتیژي بدله وي."

نوموړي زیاته کړه، د بیلګې په توګه هغو سیمو کې چه یوازې جومات په جومات کمپاینونه ترسره کیږي او یا هم په هغو ولسوالیو کې چیرته چې ماشومان د واکسینه پاتې شوي او یا هم د کورنیو د رد کچه زیاته وي، نو دا یو ښه فرصت دی،‌ ترڅو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي او دوی هم له واکسین څخه برخمن شي.

د ښاغلي حنیف په خبره، له یوې سیمې بلې ته د دغه ویروس د لېږد او خپرېدو د مخنیوي لپاره باید په لویو لارو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین وشي.

د دې ترڅنګ ډاکټر ګل ولي ولیزی، چې کالونه کیږي په غزني ولایت کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د تطبیق برخې کې کار کوي، امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "موږ د لویو لارو لپاره خاص تیمونه لرو او هغوی ته ځانګړې توجه کوو، که چیرې ماشومان له رضاکارانو څخه د کور په کور کمپاین پر مهال پاتې شي نو هغوی ته په لویو لارو کې حتمن واکسین کیږي او یا هم دوی بیا په کلینکو کې واکسین کیږي."

هغه زیاته کړه، موږ د اډو، لویو لارو او کلینکو لپاره ځانکړي ټیمونه لرو ، نو کوم ماشوم چې تازه کلینک یا د موټرو اډې ته رارسیږي، سمدلاسه ورته واکسین کیږي.

له بلې خوا بیا په غزني ولایت کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر عبدالسلام رحماني له کورنیو غواړي چې خپلو ماشومانو روغتیا او راتلونکي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل: "د افغانستان د صحي سیستم او په ځانکړې توګه د ماشومان د صحت کارکوونکو تقاضا دا ده چې کورنۍ په خپل وخت سره خپلو ماشومانو ته واکسین ورسوي او هرکله چې د هېواد په مختلفو سیمو کې کمپاینونه ترسره کیږي، ورڅخه ګټه واخلي او ترڅنګ یې خپل ماشوم زرقي واکسین ته چې په کلینکونو یا هم روغتیايي مراکزو کې تطبیق کیږي، هلته بوځي او خپل ماشومان د ګوزڼ د مهلک ویروس په وړاندې معافیت کړي."

د روغتیايي چارواکو په وینا، په لویو لارو او اډو کې لومړی د پنځو کالو کم عمره ماشومانو ګوتې کتل کیږي چې ایا دوی پخوا په خپلو سیمو کې واکسین ترلاسه کړی که نه، او که چیرې دوی مخکې د پولیو څاڅکي نه وي اخیستي، نو دوی ته واکسین ورکول کیږي او ګوتې یې رنګ کیږي، ترڅو وښودل شي چې د یاد ماشوم د ګوزڼ ضد دوه څاڅکې واکسین ترلاسه کړی.

د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ لپاره تر اوسه کومه مشخصه او خوندي درملنه نشه، له دې ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ لار د هغوی واکسینول دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG