د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ ضد واکسین د روان بهیر په تطبیق کې د ځایي رضاکارانو ګمارل ښې پایلې لري – روغتیايي چارواکي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په فراه کې روغتیایي چارواکي د ګوزڼ ضد واکسین د روان بهیر په تطبیق کې د ځایي رضاکارانو د ګمارنې او ګډون خبر ورکوي.

د یادو چارواکو په وینا، یاد اقدام د دې لامل شوی چې د پولیو واکسین څخه د محرومو ماشومانو احتمال او اندېښنې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس، مولوي احسان الله شاکر وایي اوس مهال د ګوزڼ ضد واکسین په تطبیق کې د ځایي رضاکارانو ګمارنې د پام وړ اغیز کړی دی.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "زمونږ له نظره که رضاکاران له خپلو سیمو څخه په کار و ګمارل شي لکه څنګه چې دا بهیر اوس هم روانه ده، نو دا به ډیرې ښې پایلې ولري، ځکه دوی د سیمې خلک دي او په منطقه کې په هرې لارې او کوڅې بلد دي او د هغې سیمې خلک هم پیژني."

هغه زیاته کړه چې له اړوندو سیمو د ځایي رضاکارانو اغیز ځکه زیات دی چې دوی آن د کورنیو د ماشومانو او د سیمې د څرنګوالي په تړاو اړین معلومات لري.

مولوی احسان وویل: "خلک د دوی سره شناخت لري او هغوی په اسانۍ سره موندلی شي، د هر چا دراوزې ته بې تکلیفه ورتلای شي، د هر چا کور او کوڅه ورمعلومه ده او که چیرې کوم ماشوم غیر حاضر وي نو ښه په اسانۍ پوښتنه کولای شي چې پلانی ماشوم چیری دی تر څو واکسین شي."

بلخوا، په فراه کې ډاکتران د چارواکو د دې اقدام هر کلی کوي او تر څنګ یې له کورنیو څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.

د ویروسي او انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر صالح محمد منصفي امریکا غږ ته داسي وویل: "دا واقعاً یو ښه خبر دی چې د واکسین په تطبیق کې د هغه سیمو له خلکو کار اخیستل کیږي. زه وایم چې د کورنیو همکاري د واکسین په تطبیق کې اساسي رول لري او که چیرې يو ماشوم هم د واکسین څخه محروم پاتې کیږي، نو ممکن ډیر زحمتونه بې نتیجې پاتې شي."

کارپوهان په ټنیګار سره وايي چی د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي درملنه نه لري، خو دوه څاڅکې واکسین د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یوزاینۍ د حل لار ده، چی په دې برخه کې د کورنیو همکاري او واکسین ته لاسرسۍ د پام وړ اغیز لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG