د لاس رسي وړ اتصالات

د پولنډ ولسمشر د کرونا په ویروس اخته شوی 


د پولنډ ولسمشر
د پولنډ ولسمشر

په پولنډ کې چارواکو نن چهارشنبه جنوري ۵ (مرغومې۱۵)خبر ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر اندري دودا د کرونا په ویروس اخته شوی دی.

تر ولسمشر مخکې د هغه ځینې نژدې همکاران هم په دغه ویروس اخته شوي وو.

د نوموړي یو نژدې همکار پاول زروت په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «ولسمشر ښه دی، جدي ناروغ نه دی او تر دوامدار روغتیايي مراقبت لاندې دی.» نوموړي لیکلي چې ولسمشر دودا دا مهال قرنطین او له نورو جلا دی.

په پولنډ کې د کرونا ویروس د نوې بڼې میکرون پېښې تر دې دمه کمې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ امریکایي رسنیو د روغتیايي چارواکو له خولې خبره ورکړ چې د تېرو څو ورځو رخصتیو په ترڅ کې په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس څه باندې یو میلیون پېښې ثبت شوي دي.

همدغه راز په بریتانیا کې هم روغتیايي چارواکو وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۲۰۰زره کسان په میکرون اخته شوي او ۴۶ نور مړه شوي دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون چې د کرونا ویروس پېښې او ارقام ثبتوي او ټولوي، وايي چې دا مهال په نړۍ کې څه باندې ۲۹۵میلیون خلک په دغه ویروس اخته شوي او تر پنځه میلیون زیات مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG