د لاس رسي وړ اتصالات

د بوسنیا او کرویشیا ترمنځ په پوله کې بند پاتې کډوال د مرستې غوښتنه کوي


د بوسنيا او کرویشیا په پوله کې ایسار پاتې کډوال
د بوسنيا او کرویشیا په پوله کې ایسار پاتې کډوال

په داسې حال کې چې د نړۍ پاملرنه د بلاروس او پولنډ ترمنځ په پوله کې د کډوالو ستونزې ته وراوښتې ده، د بوسنیا او کرویشیا په پوله کې بند پاتې کډوالو چې ډیر شمیر یې افغانان دي د جمعې په ورځ نومبر ۱۲ ( لړم ۲۱) له نړیوالو وغوښتل چې دوی هیر نه کړي.

د امیدوارو میندو او کوچنیو ماشومانو په ګډون دغه کډوال د خپلو خیمو د تودولو لپاره امکانات نه لري او د مني یخې او لمدې شپې په ډیرې سختۍ سره تیروي.

د زاګروس په نامه یوه ایراني کډوال وویل: "دلته وضعیت ډیرخراب دی، هوا ډیره سړه ده، مونږ مرستې ته ضرورت لرو، مهرباني وکړئ له مونږ سره مرسته وکړئ ځکه مونږ انسانان یو."

په روم کې میشتې له کډوالو سره د مرستې د یوې خیریه ټولنې مشر اندریا کوستا چې د دغو کډوالو لېدو ته راغلی وویل:" دلته له کوچنیو ماشومانو سره ډیرې کورنۍ دي، دوی دلته همداسې پرېښودل شوي. دوی ټول له افغانستان څخه راغلي، مونږ او تاسو ټولو پوهیږو چې په افغانستان وضعیت څه ډول دی."

هغه زیاته کړه : "دوی حق لري چې اروپا ته راشي او مونږ له هغه وضعیت څخه ډير ناراض یو چې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه یې په خپلو پولو کې له کډوالو سره کوي."

ادعا کیږي چې د کرویشیا پولیس د هغو کډوالو پرضد له تاوتریخوالي کار اخلي چې غواړي دغه هیواد ته ورواوړي.

د دغه هیواد د ځانګړو ځواکونو درې افسران هغه وخت له دندې لرې کړل شول چې په یوې ویډیو کې د کډوالو د وهلو په حال کې لیدل کیږي.

په ورته وخت کې، د اروپا په بلې برخې د بلاروس او پولنډ په سرحد کې په سلګونو پناه غوښتونکي په یخې هوا کې راټول شوي‌ او هڅه کوي چې د لګول شویو اغزنو تارونو څخه تېر شي‌ او د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

پولنډي چارواکي په روسیې او بلاروس تورلګوي چې د پولنډ پولې ته د زرګونو کډوالو په استولو سره هڅه کوي چې د اروپا امنیت تهدید کړي.

د بلاروس له لارې د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته د غیر قانوني کډوالو وراوښتو د یادې ټولنې پر هغو غړو هیوادونو فشارونه زیات کړي دي چې خپله هم نه پوهیږي په دومره پراخه کچه راتلونکو مهاجرو سره څنګه مقابله وکړي.

XS
SM
MD
LG