د لاس رسي وړ اتصالات

چیخانوفسکیا له اروپایي ټولنې غواړي چې بلاروس د ټاکنو نتیجې رد کړي 


د بلاروس د حکومت مخالفې مشرې نن د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۹) د اروپایي ټولنې له هیوادونو وغوښتل چې ددې هیواد له «درغلیو ډک» انتخابات په رسمیت ونه پیژني.

د بلاروس د اپوزیسیون مشرې سوتلانا چیخانوفسکیا نن په یو ویدیویي پیغام کې وویل چې الکسندر لوکاشینکو د بلاروس د خلکو او نړۍ له نظره خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی.

میرمن چیخانوفسکیا د انتخاباتو نتیجه نه مني او له خلکو یې غوښتي چې د حکومت ضد مظاهرو ته دوام ورکړي.

د بلاروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینوکو چې د ۱۹۹۴ کال راهیسې واکمن دی ادعا کړې ده چې د اګست د نهمې نیټې په انتخاباتو کې یې ۸۰ فیصده رای ګټلې دي؛ هغه انتخابات چې د درغلیو له ادعاو سره مخامخ دي.

د بلاروس امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې په زور د مظاهرو مخه ډب کړي. د بلاروس په تاوتریخوالي کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او شاوخوا ۷۰۰۰ کسان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

پدې ترڅ کې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون یو شمیر غربي هیوادونو د بلاروس د انتخاباتو نتیجې د اندیښنې وړ بللي دي او د حکومت له لورې د سوله ییزو مظاهره کوونکو ځپل غندلي دي.

خو د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د بلاروس د وروستیو انتخاباتو او د هغه هیواد د جمهور رئیس لوکاشینکو ملاتړ کړی دی. ښاغلي پوتین خبرداری ورکړی چې هر ډول بهرنۍ مداخله به په هغه هیواد کې رامنځ ته شوی کړکیچ نور هم سخت کړي.

د اروپایي ټولنې غړي وایي دوی به د بلاروس پر هغو چارواکو بندیزونه ولګوي چې په انتخاباتو کې په درغلیو او د اعتراض کوونکو پر وړاندې په زور زیاتي تورن دي.

د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د کمیسیون د رئیس چارلس میچل، د جرمني د صدراعظمې انګلا مرکل او د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون سره تلیفوني خبرې کړي او له میرمن مرکل او ښاغلي مکرون نه یې غوښتي چې د بلاروس په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي.

ښاغلي پوتین د بلاروس د انتخاباتو وروسته په تیرو څو ورځو کې درې ځلې له لوکاشینکو سره تلیفوني خبرې کړي او ویلي یې دي چې د اړتیا په صورت کې به مسکو له منسک سره پوځي مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG