د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو د ۷ هیوادونو د سفرونو په لړ کې فرانسې ته ورسید


ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د خپل سفر په ترڅ کې ۷ هیوادونو ته ولاړ شي.
ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د خپل سفر په ترڅ کې ۷ هیوادونو ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اروپا او د منځني ختیځ هیوادونو ته د سفر په ترڅ کې نن د شنبې په ورځ، نومبر ۱۴ (لړم۲۴) د فرانسې پایتخت پاریس ته ورسید.

د سفر هدف په سیمې کې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د حکومت د لومړیتبونو سره ملاتړ څرګندول دي. ښاغلی پمپیو پداسې حال کې دغو هیوادونو ته سفر کوي چې هغوي وار د مخه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ښاغلي ټرمپ سیال او د دیموکرات ګوند کاندید جو بایډن ته په انتخاباتو کې د بري مبارکیانې ورکړي.

پخپله مایک پمپیو د برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په شان د انتخاباتو نتیجه تر اوسه نده منلې.

ټاکل شوې پمپیو به د دوشنبې په ورځ د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر ژان یف لودغیان سره وګوري. ښاغلي لودغیان ویلي چې د خپل امریکایي سیال سره به د ایران او عراق د وضعیت تر څنګ د تروریزم او په منځني ختیځ او چین په هکله خبرې وکړي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر مطبوعاتو ته ویلي، "د جنوري تر شلمې مایک پمپیو زما سیال دی. هغه پاریس ته راغلی او ما ورته هرکلی ووایه".

فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، همدرانګه ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره په ملاقات کې به د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو نه ایستلو په اړه وغږیږي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر همدرانګه ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به د جمهور رئیس ایمانیول مکرون سره هم وګوري.

ښاغلي مکرون څلور ورځې وړاندې د امریکا د منتخب جمهور رئیس جو بایډن سره په ټیلیفون کې خبرې وکړلې او هغه ته یې په انتخاباتو کې د بري مبارکي ورکړه.

ټاکل شوې د فرانسې تر څنګ به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ترکیې، ګرجستان، اسرائیل، متحده عربي امارات، قطر او سعودي عربستان ته هم ولاړ شي. د دغو ټولو هیوادونو مشرانو د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ټرمپ سیال جو بایډن ته د کامیابیدو مبارکیانې ورکړي.

XS
SM
MD
LG