د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پمپیو: له داعش سره مبارزې ته ژمن یو


د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي
د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن پنځشنبې د ( جنوري ۱۰ ) منځني ختیځ ته د خپل سفر په دوام مصر ته ورسید او د هغه هیواد له جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي سره یې وکتل.

پمپیو له السیسي سره په ملاقات کې وویل، امریکا د مذهبي آزادیو په ساتلو او په منځني ختیځ کې له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمنه ده.

نوموړي له جمهور رئیس السیسي سره تر ملاقات وروسته ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سامع شکري سره ولیدل. پمپیو خبریالانو ته وویل، که څه هم متحده ایالات له سوریې څخه خپل سرتیري باسي خو واشنګټن د اسلامي دولت ډلې داعش سره مبارزې ته ژمن دی او د یادې ډلې د پیاوړي کیدو مخه به ونیسي.

پمپیو وویل له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پریکړه په منځني ختیځ کې د امریکا نور تعهدات نه زیانمنوي. نوموړي له ټولو هیوادونو وغوښتل چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره جدي اقدام وکړي او ایډیولوژیکي ریښې یې له منځه یوسي.

پمپیو چې د جمهور رئیس ټرمپ د پالیسو په اړه د منځني ختیځ هیوادونو ته د ډاډ ورکولو په موخه دې سیمې ته تللی، پرون یې په بغداد کې له عراقي مشرانو سره وکتل.

دا لوړپوړی امریکايي دیپلومات په دې سفر کې هڅه کوي چې خپلو متحدینو ته د ایران سره د مقابلې او ملاتړ ډاډ ورکړي. د عراق صدراعظم له داعش سره د امریکا د مبارزې او ملاتړ مننه کړې ده.

عراق ته له راتلو یوه ورځ مخکې پامپیو د اردن مشرانو ته وویل چې امریکا په دې پوهېږی چی داعش او ایران په سیمه کې ستر خطرونه دي او ددې نیت نلری چی له منځنی ختیځ نه پښې وباسی.

مایک پمپیو
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

XS
SM
MD
LG