د لاس رسي وړ اتصالات

د ظریفې غفاري ‌د پلار قاتلان دې ونیول شي - پمپیو 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د میدان وردک د ښاروالې، ظریفه غفاري ‌د پلار عبدالواسع غفاري په وژل کیدو باندې ژور خپګان ښودلی او ویلي یې دي چې د دغې پيښې د عاملینو په نیولو کې باید د هیڅ ډول هڅې څخه دریغ ونشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي پمپيو له خولې لیکلي: «له کومې ورځې مې چې ظریفه غفاري ته د شجاع میرمنې نړیواله جایزه ورکړې، هغه له دوو تروریستي بریدونو روغه وتلې ده.»‌

ښاغلي پمپيو ویلي چې د امریکا متحده ایالات به له میرمن غفاري او د افغانستان له خلکو سره تل همکار پاتې شي.

عبدالواسع غفاري نن د نومبر ۶ (عقرب ۱۶) په کابل کې د نامعلومو کسانو لخوا ترور شو.

د افغانستان جمهوري ریاست هم دغه جنایت یو نه بخښونکی عمل بللی او په دغه اړه یې د هر اړخیزه تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د راپورونو په اساس، ښاغلی غفاري د افغانستان په ځانګړو ځواکونو کې دنده درلوده.

XS
SM
MD
LG