د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: چابهار بندر په ایران د امریکا د بندیزونو نه مستثنی دی


د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو په ایران کې د هند پرمختیایي پروژه د چابهار بندر په ایران د بندیزونه نه مستثنی اعلان کړیدی چې د افغانستان د اقتصادي ودې سره مرسته وشي.

ښاغلی پمپیو دغه اعلان پداسې وخت کې کړیدی چې په ایران د امریکا بندیزونه پلي شویدي.

د چابهار بندر نه د افغانستان پورې د اورگاډې د پټلۍ غځول به هم د بندیزونو نه مستثنی وي چې جنگ ځپلي افغانستان ته پرې د خوراکي موادو او درملو لیږل ممکن وي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت رویټرز ته په یو ایمیل کې لیکلي دي "دغه فعالیتونه د افغانستان د پرمختگ او د بشري مرستو لپاره ضروري دي."

د امریکا د بهرنو چارو وزارت دا هم وایي چې افغانستان به د ایران نه د تیلو وارداتو ته هم دوام ورکړي.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ د اتومي وسلو په سر د موافقې نه د وتلو وروسته په ایران اقتصادي بندیزونه یو ځلې بیا عملي شویدي.

افغان ولسمشر غني پدې اړه د امریکا د بهرنو چارو د وزارت د یوې جګپوړې چارواکې، الیز ویلس، سره د ایران د چابهار بندر په اړه غږیدلی و.

ایران د چابهار بندر تیرکال پدې تمه پرانیست چې د هند، افغانستان او مرکزي آسیايي هیوادونو تر منځ به سوداګریزې او اقتصادي راکړې ورکړې پیاوړې او اسانه کړي.

افغانستان د ګاونډي ملک پاکستان سره د ترانزیت ډیرې ستونزې لري او له کبله یې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري ډیره اغیزمنه شوې ده، افغانستان چابهار ته د یو پیاوړي او گټه ور اقتصادي بندر په سترګه ګوري.

XS
SM
MD
LG