د لاس رسي وړ اتصالات

داوري: اقتصادي دهلېزونه به پر افغانستان د ایران د وارداتو اغېز راکم کړي


د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلین او اقتصادي کارپوهان وايي، پر ایران د متحده ایالاتو دوهم پړاو اقتصادي بندیزونه به له دغه هېواد سره د افغانستان پر سوداګریزو اړیکو هم اغېز وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې اداري مرستیال توفیق داوري د دوشنبې په ورځ د لړم پر ۱۴مه امریکا ږغ ته وویل چې افغانستان له ایران سره په کال کې د یو اعشاریه دوه میلیارډه ډالرو په ارزښت واردات او له ۳۰میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لري.

خو ښاغلی داوري له اروپايي او نورو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي دهلېزونه، رېل پټلۍ او له پاکستان سره د افغانستان سوداګري هغه څه یاد کړل چې افغانستان ته د ایران د وارداتو تشه به ډکه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که د فاصلې او د وخت نیولو له اړخه ووایو پر ایران لګول شوي بندیزونه بېله شکه د وارداتي توکو پر بیې زیات تاثیر کوي ځکه ایران زموږ یو له نژدې اقتصادي شریکانو څخه دی."
یوه اندېښنه چې پر د ایران د امریکا بندیزونه به پر چابهار بندر هم اغېز وکړي، د سوداګرۍ خونې اداري مرستیال توفیق داوري وايي، متحده ایالاتو ویلي، په هغه صورت کې چې د ایران سپاهي پاسدارن په چابهار بندر کې مداخله ونه کړي له دغو بندیزونو څخه به استثناوي.

نوموړي زیاته کړه چې دامهاله په چابهار بندر کې د ۱۳۰ په شااوخوا کې افغان سوداګرو د ۷۰میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.

داوري تمه وښودل چې افغان حکومت له متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې سره په دې اړه خبرې وکړي څو د افغانستان اقتصاد او خصوصي سکټور ته زیان ونه رسېږي.


پر همدې مهال د اقتصادي چارو افغان کارپوه اذرخش حافظي هم وايي، دغه بندیزونه به له ایران سره د افغانستان پر سوداګریزو چارو ډېر تاثیر وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې پر ایران د متحده ایالاتو په بندیزونو سره د اسعارو په بازارونو کې د ایراني تومان۷۰سلنه رالوېدو افغان سوداګرو ته لویه ضربه ورکړه.

له ایران سره پر پوله د افغانستان یو موټر
له ایران سره پر پوله د افغانستان یو موټر

ښاغلي حافظي وویل:

"په ایران کې د سویفټ سیسټم او بانکي انتقالاتو نشتوالی، د اسعارو د بیې پورته کښته کېدل ډېره ستونزمنه ده، موږ د دې توان نه لرو چې خپل کار ته ادامه ورکړو."

پر همدې مهال د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري امریکا ږغ ته وویل چې ولسمشر غني په دې اړه له الیز ویل سره خبرې کړي دي.نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر غني تېره شپه د جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالاتو له استازي الیز ویلز سره پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو په اړه خبرې کړي چې پایلې به یې له خلکو سره ژر شریکې شي ،چې ددغو بندیزونو پایلې به د افغانستان او سیمې د اقتصاد لپاره یو زېرې وي."

افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ د اړتیا وړ ځینې مواد لکه درمل، خوراکي توکي، او یوه اندازه نفت له ایران څخه واردوي.

افغانستان تر دې وړاندې له ایران څخه دغه هېواد ته د پنځه قلمه موادو پر واردولو چې سیمنټ هم پکې شامل و بندیزونه لګولي وو.

د دوشنبې په ورځ پر ایران د متحدو ایالتونو د اقتصادي بندیزونو نوې لړۍ پیل کړه.

دغه بندیزونه چې د امریکايي چارواکو په وینا ډېر پراخ دي او د ایراني رژيم اساسي اقتصادي سرچینې په نښه کوي، د ایران د اټمي پروګرام،‌ نړیوالې ترهګرۍ او سیمه ییز امنیت په تړاو د واشنګټن او تهران د ژورو اختلافاتو څرګندوینه کوي.

XS
SM
MD
LG