د لاس رسي وړ اتصالات

'له ۸۰ سلنې زیات کوکنار د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې کرل کېږي'


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کوکنارو د کروندو لویه برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ده او دغه ډله هرکال له نشه‌یي توکو څخه زیات عواید لاس ته راوړي.

د دغه وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مرستیال محمدهاشم اورتاق د دوشنبې په ورځ د جون په ۲۹مه (چنګاښ ۹) خبریالانو ته وویل چې افغان ځواکونو د ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر اوسه د نشه‌يي توکو پر ضد نږدې څلور زره او ۹۰۰ عملیات ترسره کړي او د یوشمیر دولتي کارکوونکو او بهرنیانو په ګډون یې پنځه زره او ۶۲۰ تنه نیولي دي.

ښاغلي اورتاق زیاته کړه: "له ۸۰ سلنې څخه زیات نشه‌يي مواد د دولت د وسله‌والو مخالفینو، تروریستانو او طالبانو تر نفوذ اوکنټرول لاندې سیمو کې کرل کېږي. موږ له یوې خوا له تروریزم سره چې له بهر څخه پر موږ تپل شوی جنګېږو او له نشه‌يي موادو سره هم جنګېږو".

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس په دې موده کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ۲۷ تنه پولیسان له قاچاقبرو سره په نښته کې وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي اورتاق وویل چې افغان ځواکونو په دې موده کې ۱۲۷۰ ټنه بیلابیل نشه‌يي توکي له قاچاقبرو څخه نیولي او همدا شان د مخدره موادو ۱۰۵ لابراتوارونه، درې مرکزونه او ۲۵ کارخانې له منځه وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغو عملیاتو کې د نشه‌يي توکو مافیا ته څه باندې ۱۵۰ میلیون ډالره زیان اړول شوی دی.

XS
SM
MD
LG