د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ وایي افغانستان کې د تریاکو تولید زیات شوی


د سپینې ماڼۍ د مخدره موادو د کنټرول د ملي تګلارې ادارې په افغانستان کې د تریاکو د تولید په اړه خپله کلنۍ ارزونه اعلان کړه.

دغې ارزونې کې چې د جمعې په ورځ (فبروري ۷) خپره شوې راغلي چې د تېرکال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله کمه شوې خو د خالصو تریاکو تولید زیات لا هم زیات دی.

دا اداره وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ کال کې د کوکنارو کښت ۲۸ فیصده کم شوی دی. تېرکال په ټول افغانستان کې په ۱۶۰۰۰۰هکتاره ځمکه کې او په ۲۰۱۸ کې بیا ۲۲۱۰۰۰ ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.

په ۲۰۰۸ کې په افغانستان کې ۵۵۵۰ ټنه خالص تریاک تولید شوي وو خو په ۲۰۱۹ کې دا اندازه ۶۷۰۰ ټنه اټکل شوې ده. دا ارزونه وايي چې په بازارونو کې د تریاکو د بیو کموالي د کوکنارو کښت کم کړی خو ښې آب او هوا او د حاصلاتو لپاره مناسبو شرایطو د تریاکو بالقوه تولید زیات کړی دی.

سپینه ماڼې وایي چې یاغیان د نشه يي توکو د قاچاق له لارې عاید ترلاسه کوي چې له کبله یې په دغه هېواد کې ناامني او فساد زیات شوی دی. دغې ادارې ویلي دي چې له افغان حکومت سره به ګډ کار وکړي چې دا جدي ستونزې حل شي.

د سپینې ماڼۍ د مخدره موادو د کنترول د ملي تګلارې اداره وايي دا ارزونه
د افغانستان له ولایتونو څخه دوی ته د رسېدلو معلوماتو په اساس شوې ده.

XS
SM
MD
LG