د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې ته د عربي ځواکونو د لیږلو امکان


د سوریې د پلازمینې دمشق په جنوب کې د داعش پر مرچلو باندې د سوریې د حکومتي هوایي قواو بمباري
د سوریې د پلازمینې دمشق په جنوب کې د داعش پر مرچلو باندې د سوریې د حکومتي هوایي قواو بمباري

د مصر د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ وویل ددې امکان شته چې سوریې ته د مختلفو عربي هیوادونو ځواکونه واستول شي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري، همداشان زیاته کړه چې سوریې ته د عربي قواو د لیږلو مسله تر بحث لاندې ده.

مصر تر ټولو ډیر نفوس لرونکی عربي هیواد دی او تر ټولو عربي هیوادونو څخه غښتلی پوځ لري.

خو د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي هغه څه چې ښاغلي شکري طرحه کړي پدې معنی ندي چې مصر پخپله سوریې ته د قواو استولو ته تیار دی، ځکه دغه ډول تصمیم د مصر د اساسي قانون په بنسټ له محدودیتونو سره مخامخ دی.

سوریې ته د عربي ځواکونو د استولو بحث پداسې حال کې مطرح کیږي چې د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې تیره میاشت رپوټ ورکړی و چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره د عربي قواو د راټولولو په لټه کې ده چې په سوریه کې د امریکایي ځواکونو ځای ونیسي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته ویلي دي چې په سوریه کې د امریکایي قواو پر ځای د عربي قواو د ځای پر ځای کولو مفکوره یواځې یو "احتمال" دی.

د مصر د الاهرام ورځپاڼې د ښاغلي شکري له قوله لیکلي دي چې سوریې ته د عربي قواو د استولو بحث نه یواځې په رسنیو کې مطرح شوی بلکه د یو شمیر حکومتونو مقاماتو هم پدې هکله خبرې کړې دي چې آیا عربي قواوی کولای شي د سوریې په ثبات کې رول ولوبوي او که نه.

تیره میاشت سعودي عربستان هم اعلان کړی و چې که سوریې ته د عربي هیوادونو د ځواکونو د لیږدولو ایتلاف مطرح شي ښایي ریاض به هم په کې ونډه واخلي.

د سوریې په اوه کلنې کورنۍ جگړه کې څه دپاسه ۴۷۵ زره کسان وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې چې په بریتانیا کې میشت ده ویلي دي د سوریې په کورنۍ جگړه کې ددې هیواد څه دپاسه ١۴ میلیونه وگړي یا ټپي شوي او یا هم له خپلو کورونو نه بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG