د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ماښام (مې لومړۍ) د فلوریډا ایالت په وست پام بیچ کې د وینا پرمهال وویل نشي کیدای چې ایران اټومي وسلې ولري.
هغه وویل که ایران اټومي وسلې درلودلی نو ډیر ژر به یې کارولی وای:" تاسې ایران ته اټومي وسلې نشئ ورکولی- ځکه هغوی به په یوه سیمه چې اسراییل نومیږي ډیر ژر کارولی وای، هغوی به په منځني ختیځ او اروپا کارولی وای، بیا به زموږ وار واي. دا به ترسره نشي."
ولسمشر ټرمپ وویل په ښکلي ایران کې د هغه په وینا د یو شمیر وحشي انسانانو سره مخ دی چې ډیر بې رحمه دي خو هغه په وینا متحده ایالات ښه پرمخ ځي.
ولسمشر ټرمپ په خپله وینا کې یو ځل بیا وویل چې د ایران هوایي ځواک یې صفر ته رسولی او نور هغه ځواک نشته. ټرمپ څرګنده کړه چې د ایران سمندري ځواک په منځني ختیځ کې ډیر پیاوړی ځواک شمیرل کیده چې اوس له منځه تللی دی. ټرمپ وویل د ایران رژیم ۱۵۹ کښتۍ درلودې چې ټولې اوس د سمندر په تل کې دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر وایي چې د ایران له تیر وړاندیز څخه خوښ ندی: " ایران له داسې یوې هوکړې سره نه راځي چې زموږ پکار ده. موږ غواړو دا کار په سمه توګه ترسره کړو. نغواړي وخته ولاړ شو او بیا مشکل په دریو کلونو کې راڅرګند شي. "
ټرمپ ایران د کلونو راهیسې د هرمز تنګي څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیست او د تړلو ګواښ یې کاوه خو اوس داسې شرایط رامنځ ته شوي دي چې هغوی هم ورڅخه بې برخې دي.
ولسمشر ترمپ څرګنده کړه چې د ایران د رژیم په وړاندې باید واک ته د هغه تر رسیدو ډیر مخکې اقدام شوی خو دوی مجبور شول چې دا کار وکړي.
ټرمپ وویل لوبې نه کوي ځکه ایران د ۴۷ کلونو راهیسې اسرائیل، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین، کویټ او نور تر فشار لاندې راوستي وو او هغوی (ایران) له ځانه د منځني ختیځ بدماش جوړ کړی وو.
ټرمپ د امریکایي ځواکونو له خوا د ایران د سمندري محاصرې په برخه کې د خپلو سمندري ځواکونو د فوق العاده کړنو ستانیه وکړه.
فورم \ دبحث خونه