د لاس رسي وړ اتصالات

غني او جنرال میلي پر سولې، د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند غږېدلي


د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني او د امریکا د متحده ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي په کابل کې د افغان سولې پر بهیر، د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند خبرې کړې دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیندۍ ۲۷) په یو بیان کې ویلي چې دا لیدنه تیره ورځ په ارګ کې شوې ده.

په بیان کې راغلي: "د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی دی".

د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره له کتنې دمخه جنرال میلي د قطر په یو هوټل کې د طالبانو له پلاوي سره شاوخوا دوه ساعته خبرې کړي او په افغانستان کې د تاوتریخوالې پر کمیدو یې ټینګار کړی دی.

جنرال میلي د طالبانو د هیت او د افغانستان له جمهور رئیس سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې: "زما د خبرو تر ټولو مهمه برخه چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت سره مې درلودې د تاوتریخوالي سمدستي راکمول وو."

له دې وړاندې د امریکا متحده ایالتونو د ژنیو په کنفرانس کې د راتلونکي میلادي کال لپاره له افغانستان سره په مشروط ډول د ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستو ژمنه وکړه.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ویلي چې د دغو مرستو له جملې ۳۰۰ میلیون ډالره یې د افغانستان د سولې په خبرو کې پرمختګ پورې تړلې دي.

د امریکا متحده ایالتونو په داسې حال کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د فرمان په اساس ټاکل شوې چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر ۱۵مې پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شي.

دا مهال شاوخوا ۴۵۰۰ امریکايي عسکر په افغانستان کې میشت دي چې افغان ځواکونو ته روزنه او سلامشورې ورکوي.

همداشان افغان او امریکايي چارواکو د تیرې ورځې په لیدنه کې د تاوریخوالي لوړه کچه د اندېښنې وړ بللې او د دغې کچې پر راټیټولو او د اوربند پر تامینولو یې ټینګار کړی دی.

په دې لیدنه کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر هم ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG