د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د طالب پلاوي سفر د افغان حکومت په مشوره تر سره کیږي ـ بهرنیو چارو وزارت


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان ته د طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي د سفر په اړه په جریان کي دي او وايي، دغه سفر د افغان حکومت سره په مشوره تر سره کیږي.

یاد وزارت نن چهارشنبه ډسمبر ۱۶ (لېندۍ ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د وروستي سفر په نتیجه کې تر سره کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې یاد سفر د سولې بهیر د پیاوړتیا او په افغانستان کې د ملي روغې جوړوې رامنځته کېدو له هڅو څخه دي چې په وینا یې افغان حکومت د دغو هڅو هر کلی کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت د پاکستان له حکومت سره د افغانانو غوښتنې شریکې کړي چې هغه کې ژر تر ژره د تاوتریخوالي پر کمېدو، اوربند ټینګېدو او د مذاکراتو له لارې د سولې ټینګېدل شامل دي ټينګار شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر د نظر وړ اهدافو د عملي کېدو برخه کې ګټور تمام شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن چهارشنبه د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یو طالب پلاوي په مشرۍ د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته رسېدلی دی.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې دغه سفر د پاکستان په رسمي بلنه تر سره کیږي، چې په وینا یې ټاکل شوې طالب پلاوی په اسلام اباد کې له صدراعظم عمران خان او بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

نوموړي ویلي چې طالب پلاوی به اسلام اباد ته د سفر پر مهال له پاکستاني چارواکوو سره د افغان کډوالو او سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.

دا سفر پاکستان ته پر داسې مهال تر سره کیږي چې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ مذاکراتو کې څو ورځني وقفه رامنځته شوې ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی هم په مذاکراتو کې د وقفې تر رامنځته کېدو وروسته کابل ته رسېدلی او نن چهارشنبه د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ورسره کتلي دي.

ټاکل شوې د سولې خبرې بیرته د راتلونکي۲۰۲۱ کال جنورۍ پر پنځمه نېټه بیرته پیل شي.

بلخوا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د سولې خبرو اترو د ځای ټاکل نه باید د سولې خبرو اترو خنډ شي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لومړیتوب دا دی، چې د سولې خبرو اترو دویم پړاو په هېواد کې دننه ترسره شي، ولې وروستۍ پرېکړه د دواړه خواوو په هوکړې پورې تړلې ده او د خبرو اترو د ځای ټاکل نه باید د مذاکراتو پر وړاندې خنډ شي."

تر دې مخکې ولسمشر غني او نورو لوړپوړو چارواکو ویلي و چې د سولې خبرو بل پړاو باید په افغانستان کې دننه تر سره شي.خو طالبانو لا تر دا مهاله په رسمي ډول په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG