د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) وایي، امریکایي ځواکونو د ایران پر پوځي اهدافو د بریدونو لسمه پرلهپسې شپه بشپړه کړې ده. ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ایران ته خبرداری ورکړی چې د هر وژل شوي امریکایي سرتېري په بدل کې به "څو برابره بیه" پرې کړي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لبنان له ولسمشر سره تر لیدنې مخکې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، ایران د خبرو غوښتنه لري، خو واشنګټن یوازې هغو مذاکراتو ته چمتو دی چې جدي او مانادار وي.
په همدې خبري ناسته کې د امریکا د جګړې وزیر، پیټ هیګسیټ، وویل ایران ته د خبرو لپاره کافي فرصت ورکړل شوی، خو که پر سوداګریزو بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي، امریکا به "لس چنده سخت" پوځي ځواب ورکړي.
په همدې حال کې، ایران ادعا کړې چې په بحرین، کویټ او اردن کې یې د امریکا اړوند پوځي اهداف په بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په نښه کړي دي. امریکا او بحرین تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو اردني چارواکي وایي چې د ایران پنځه بېپیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.
بل لور ته، امریکایي او اسراییلي چارواکي وایي، د جګړې په تړاو دوه مهم انتخابونه تر بحث لاندې دي: د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د لس ورځني اوربند هڅه، یا هم له اسراییل سره په ګډه د پراخو پوځي عملیاتو پیل، څو پر تهران فشار زیات شي.
د اوربند وړاندیز او ډیپلوماتیکې هڅې
د اکسیوس د راپور له مخې، قطر، مصر، پاکستان، عمان او یو شمېر نورو سیمهییزو منځګړو امریکا او ایران ته د لس ورځني اوربند وړاندیز کړی دی. راپور وایي، دا وړاندیز دا مهال د دواړو لوریو تر ارزونې لاندې دی، خو لا یې واشنګټن او تهران رسمي منلی نه دی.
د وړاندیز له مخې، بریدونه به ودرول شي، د هرمز تنګي دواړه سمندري لارې به بېرته پرانیستل شي او دواړو لوریو ته به د یوې اوږدمهالې موافقې د خبرو فرصت برابر شي.
په دې طرحه کې د عمان په اوبو کې سویلي سمندري لاره د ایران له بریدونو خوندي ساتل کېږي او د ایران په اوبو کې شمالي لاره به د امریکا له سمندري محاصرې ازاده وي.
د امریکایی رسنیو د معلوماتو له مخې منځګړي همداراز د دې امکان ارزوي چې ایران د سمندري امنیت، چاپېریال ساتنې او نورو خدماتو په بدل کې مناسب حقالعبور ترلاسه کړي، خو پر ټولو تېرېدونکو بېړیو به عمومي محصول ونه لګول شي.
د امریکا نوې بریدونه
سنتکام ویلي، امریکایي ځواکونو د پنځو ساعتونو په اوږدو کې د ایران پر یو شمېر پوځي اهدافو تازه بریدونه کړي دي.
د سنتکام په وینا، په دغو بریدونو کې د ایران پوځي قوماندې مرکزونه، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو ځایونه، هوايي دفاعي سیستمونه او سمندري پوځي وړتیاوې په نښه شوې دي.
امریکایي چارواکي وایي، دا د ایران پر ضد د امریکا د بریدونو لسمه پرلهپسې شپه ده او بریدونه وروسته له هغه زیات شول چې د ایران په غچ اخیستونکو بریدونو کې امریکایي ځواکونو ته مرګژوبله واوښته.
ولسمشر ټرمپ په ټروت سوشل کې لیکلي، هر ځل چې ایران یو امریکایي سرتېری ووژني، د هغه د وژلو بیه به څو برابره پرې کړي، او ویلي یې دي چې دا لارښوونه یې د جګړې وزیر، د ګډو ځواکونو لوی درستیز او ټولو پوځي مشرانو ته سپارلې ده.
د ایران دولتي رسنیو ویلي، امریکایي ځواکونو د ایران په جنوب کې د شیراز، کنارک او چابهار شاوخوا سیمې په نښه کړې دي.
د امریکا د جګړې وزارت د دوشنبې په ورځ په اردن کې د دوو وژل شویو امریکایي سرتېرو هویت هم په ډاګه کړ. همداراز پنټاګون د هغه سرتېري نوم هم اعلان کړ چې د عراق د اربیل په هوايي اډه کې د یوې راغورځول شوې بېپیلوټه الوتکې د شنډولو پر مهال وژل شوی و.
په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به ننه سه شنبه د جولای ۲۱مه د ډیلاویر ایالت د ډوور هوايي اډې ته ولاړ شي، څو د ایران سره د جګړې په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو د جنازو د رسمي درناوي (Dignified Transfer) په مراسمو کې ګډون وکړي. دا هغه پوځي مراسم دي چې د بهرنیو ماموریتونو پر مهال د وژل شویو امریکایي ځواکونو مړي امریکا ته د لېږد پر مهال ترسره کېږي.
فورم \ دبحث خونه