د لاس رسي وړ اتصالات

غني: که چا د ملي 'دسترخوان' پیسو کې فساد وکړ له پښو نه یې ځړوم


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که هر چارواکي د «ملي دسترخوان» پروګرام پیسو کې فساد وکړ له پښو نه به یې راوځړوي.

ښاغلي غني نن شنبه جولای۱۸(چنګاښ۲۸) په ارګ د حکومت لخوا د «ملي دسترخوان» پرګرام پرانیستلو مراسمو کې وویل چې داسې اطلاعات ورسېدلي چې یو شمېر ولسوالانو هڅه کوله د دغه پروګرام یوه برخه پیسې د دوی جېبو ته ولاړې شي.

ولسمشر غني ګواښ په ډول وویل:"له یو څو ځایونو راته خبرتیا رسېدلې وه چې یو شمېر ولسوالانو غوښتل چې یوه برخه د پیسو دوی ته ولاړه شي،که مخ مي دي ولیده له پښو نه مو ځړوم. د بېوزلو له پیسو نه چې څوک ورته ګوري چې خپل جېب کې کېږدي، دا نه یوازې له ولس سره خیانت دی بلکې له خدای ج سره هم خیانت دی."

هغه وویل چې افغان حکومت په پوره توان سره په دغه برخه کې د فساد مخنیوي ته ژمن دی او زیاته یې کړه که په دې برخه کې فساد وشي د نورم او ستندرد ادارې د رئیس کیسه به تکرار کړي.

د نورم او ستندر ادارې مشر او یو شمېر نور چارواکي تیره اونۍ په ادارې فساد کې د لاس لرلو له امله عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شو.

نوموړی زیاته کړه چې مجرمین د ولسي جرګې د غړو اولادونه دي.

ولسمشر غني وویل:"د وزارتونو په اطاقونو کې د مجرمینو لیدل د افغانستان د ملت سپکاوی دی،مجرمین محسوساً د پارلمان د محترمو غړو زامن دي، مور او پلار یې باید لومړی مسؤل وي چې زامن یې... غله او برید کوونکي نه دي. هر څوک چې داسې اولاد تربیه کوي له ملت څخه دي بخښه وغواړي."

ولسمشر غني له بېوزلو کورنیو سره د مرستې په هدف د «ملي دسترخوان» پرانیستلو پروګرام کې دا څرګندونې پر داسې مهال کولې چې تیره اونۍ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع وویل چې د ولسي جرګې د یوې غړې زوی چې په «عقاب تخار) مشهور دی د عامه نظم د اخلال او ډزو په تور نیولی دی.

له بېوزلو کورنیو سره د مرستې په هدف د «ملي دسترخوان» پروګرام پیلېدل

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم وویل چې یاد پروګرام په دوو مرحلو کې پلي کیږي.

هغه زیاته کړه لومړۍ مرحله چې نن شنبه پيل شول د افغانستان ۳۴ ولایتونه، ۱۲۳ ولسوالیو ۱۲۸۹۶ کلې پکې شامل دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال زیاته کړه چې په یاد پروګرام کې ۱.۶۷ میلیونه بېوزله کورنۍ په نظر کې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د «ملي دسترخوان» پروګرام له لارې به په لومړۍ مرحله کې پر اړمنو خلکو د ۸۶ میلیون ډالرو په ارزښت اوړه، وریجي، غوړي،لوبیا او د لاس پرېولولو صابون ووېشل شي.

صالح وویل چې دوهمه مرحله به هم د افغانستان ۳۴ ولایتونه،۲۳۵ ولسوالۍ او ۲۱۸۴۲ کلي شامل دي.

هغه زیاته کړه چې په دې مرحله کې به له ۲،۵ میلیونه کورنیو سره د ۱۲۵میلیون ډالرو په ارزښت توکو مرسته وشي.

د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په وینا له دغه پروګرام څخه به د افغانستان ۹۰سلنه وګړي برخمن شي.

XS
SM
MD
LG