د لاس رسي وړ اتصالات

غني د سارک په سرمشریزه کې د ګډون لپاره نیپال ته لاړ


ارشیف
ارشیف

د افغانستان جمهوري ریاست د مطبوعاتو دفتر وایي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د آسیا د جنوب د همکاریو ټولنې سارک د مشرانو په اتلسمه غونډه کې دګډون په لپاره د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د نیپال پایتخت کتماندو ته لاړ.

دا بیان وایي چې جمهور رئیس غني به نیپال ته د دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې د جنوب د همکاریو سازمان د سارک سازمان د مشرانو په غونډه کې پرګډون او وینا سربیره د نیپال له جمهور رئیس ، صدراعظم او د دغه هیواد له یو شمیر نورو چارواکو او همدا راز د آسیا د جنوب د همکاریو د ټولنې سارک د غړو هیوادونو له ځینو مشرانو سره په جلا جلا ډول وګوري او د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا په باب به ورسره خبرې وکړي.

له جمهور رئیس غني سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضراراحمد عثماني او د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی ملګرتیا کوي.

د سارک ټولنه چې په اتیاومه لسیزه کې د جنوبې اسیا د څلورو غړو هیوادونو ترمنځ د بنګلدیش د پخواني جمهورریس په وړاندیز جوړه شوه ،یوه اقتصادي او سیاسي ټولنه ده.

افغانستان په دوه زره اوم کال کې د دغې ټولنې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ چې ورسره د دغې ټولنې د غړو شمیر اتو ته ورسیده.

افغانستان، بنګلدیش، نیپال، هندوستان، پاکستان، بوتان، مالدیو او سریلانکا د جنوبې اسیا د همکاریو د ټولنې سارک غړي دي.

امریکا، اروپایي ټولنه، چین، برما،حنوبي کوریا او ایران په دغه ټولنه کې د څارونکو په توګه برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG