د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس احمدزی: په زور واکو قانون پلی کوم


د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر اشرف غني احمدزی (ارشیف)
د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر اشرف غني احمدزی (ارشیف)

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر یو بیان وایي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني احمدزي د سیدمنصور نادري په مشرۍ د افغانستان د ملي پیوند د ګوند له غړو او د هیواد د بیلابیلو ولایتونو له دیني عالمانو، مشرانو، مخورو او ځوانانو سره په کتنه کې هغوی ته وویل چې اوس د دې وخت را رسیدلی دی، "هغه ژمنې چې مې د افغانستان له خلکو سره کړې دي هغه پړاو په پړاو عملي کړم."

جهور رئیس احمدزي وویل" د افغانستان خلک له مونږ څخه هغه افغانستان غواړي چې په هغه کې یو افغان له بل افغان سره برابر وي. او دا د افغانستان له خلکو سره زما ژمنه او تړون دی چې یو افغان به له بل افغان سره برابروم".

د افغانستان جمهور رئیس د غونډې برخوالو نه وغوښتل چې ورسره دی مرسته وکړي ترڅو دې د چاپلوسانو ښکار نه شي.

ښاغلي احمدزي وویل " دې ته مې مه پریږدئ چې په ارګ کې احصار شم او د چاپلوسانو ښکار شم". ده همدا راز وویل " تیره ورځ یو څوک راته راغی چې ماته کوم لقب راکړي. ما ورته وویل چې اوس ماته دا لقبونه مه راکوئ، لقبونه هغه مهال راکړئ چې ما په رښتینې توګه د افغان ولس خدمت وکړ بیا مې د سید جمال الدین افغان ترڅنګ او یا مې په سرخ آب کې پخپله پلارنۍ هدیره کې ښخ کړئ".

جمهور رئیس احمدزي وویل چې که څه هم د کار پیل له ستونزو ډک وي او له یو او بل سره د ټولو افغانانو برابري او پر هغوی باندې یو شان د قانون پلي کیدل د دې معنی لري چې په هیواد کې باید قانون حاکم شي.

ښاغلي احمدزي وویل" دا به اوس تاسو ته ثابته شوې وي چې ستاسو جمهور رئیس کلکه اراده لري چې په زور واکو قانون پلی کړي".

هغه وویل، د تیرې جمعې ورځ راته ډیره له خوښۍ څخه ډکه ورځ وه ځکه د فراه په ولایت کې مې د هغه اته کلن ماشوم له پلار سره ټیلیفوني خبرې وکړې چې زوی یې امنیتي ځواکونو د سړي تښتونکو له منګولو څخه ژغورلی و.

جمهور رئیس ددغه ماشوم د ټښتولو د پیښې په باب وویل چې ده پخپله د دغه تښتول شوي ماشوم د ژغورنې لپاره امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې وه او دغه موضوع یې څارله، نو ځکه دغه ماشوم د امنیتي ځواکونو لخوا په یوه ورځ کې د تښتونکو له منګولو څخه را خلاص شو.

ښاغلي احمدزي وویل" سړي تښتونکو ته اخطار ورکوو چې زموږ د بچیانو، سوداګرو او د دې هېواد د خلکو ژوند دې په خطر کې نه اچوي ځکه چې موږ هغوی تعقیبوو او په هیڅ ځای کې را څخه نه شی خلاصیدلی".

جمهور رئیس احمدزي په افغانستان کې د ملي ګوندونو د ودې په اړه وویل چې په هیواد کې د منسجمو ګوندونو لپاره به د ودې زمینه برابره کړې او په راتلونکو پنځو کلونوکې باید د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره لږ تر لږه شل تنه او د وزارتونو او ولایتونو لپاره په سلګونو تنه و روزل شي.

ښاغلي احمدزي څرګنده کړه چې زموږ ګاونډیان باید په دې پوه شي چې زموږ ملي یووالی هیڅکله هم تر پوښتنې لاندې نه راځي، موږ هیڅکله هم د بیلتون شعار نه درلود او هیڅ افغان د تجزیې بیرغ نه دی پورته کړی، موږ پر خپل ملي یووالي افتخار کوو.

جمهور رئیس د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وویل چې دې د افغانستان د خلکو له منځ څخه راپورته شوی او تل به د هغوی په منځ کې و اوسیږي.

د افغانستان جمهور رئیس د قانون د حاکمیت په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې اکثره افغانان په دې باور دي چې ددغه هیواد ډیرې ستونزې د قانون د نه پلی کیدلو نه را ولاړې شوي دي.

د پوهنتون استاد فاروق بشر وایي چې د قانون د پلی کیدلو لپاره د ارادې شتون ضرور دی.

ښاغلی بشر وایي" که اراده د حکومت سره نه وي او قوه د مجریه و نه غواړي چې قانون تطبیق کړي او په ځینو یې تطبیق کوي او په ځینو یې نه تطبیق کوي دا بې عدالتي منځ ته راوړي ".

ښاغلی بشر وایي چې که حکومت اراده وکړي او قانون په ټولو تطبیق کړي دا باور لري چې قانون تطبیق کیدای شي.

ښاغلی بشر وایي" د قانون تطبیق د اجرائیه قوې کار دی".

د پوهنتون دغه استاد وایي چې که حکومت د قانون د تطبیق اراده ولري نو پارلمان هم د قانون تطبیق ته غاړه ږدي داځکه چې قانون د پارلمان غړو د مصونیت لپاره شرایط ځانګړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG