د لاس رسي وړ اتصالات

غني: غیرمسول قوماندان به محاکمه شي


جمهوررئیس غني د جمعې په ورځ خبریالانو سره په کتنه کې له هغو وغوښتل چې افغان حکومت سره د فساد په وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي
جمهوررئیس غني د جمعې په ورځ خبریالانو سره په کتنه کې له هغو وغوښتل چې افغان حکومت سره د فساد په وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي

جمهوررئیس محمد اشرف غني وایي د تخار په ولایت کې یې هغه سیمه ایز قوماندان چې یو قاضي یې د خپلو غیرقانوني غوښتنو د نه منلو وروسته په مرګ وهلی وو، نیولی او ژربه یې په علني ډول محاکمه کړي.

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د جمعمې په ورځ په ارګ کې د افغان خبریالانو یوې ډلې سره په کتنه کې وویل چې دا پیښه ښه پیښه نه وه خو هیله یې وښوده چې پایلې به یې ښې وي.

ښاغلي غني وویل " تیره اونۍ د تخار ولایت د فرخار په ولسوالۍ کې یوغیر مسول قوماندان د یو قاضي دفتر ته ورغی او وې ویل چې څو سوه جریبه ځمکه فورآ ماته انتقال کړه ، قاضي امانتدار وو، ویل یې دا سلسله نه شي کیدای، دوه ورځې وروسته یې د هغه قاضي لاره ونیوه او په مرګ یې ووهه، قاضي کابل کې جناب حلیم صاحب ته ځان راورسوه، اوړمه ورځ ما دا قوماندان ونیوه ، علني محاکمه کیږي له تاسو غوښتنه لرم چې را سره مرسته وکړئ ".

جمهوررئیس غني په خپلو څرګندونو کې د دغه قوماندان نوم وانخیست خو وې ویل چې د هغه محاکمه به علني وي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل چې لکه چې دې د قاضیانو په خپلواکۍ باندې ولاړ دی، دغسې د بیان د ازادۍ څخه هم د ملاتړ په برخه کې د رسنیو ترڅنګ ولاړ دی.

جمهوررئیس غني د خپل روغتیایي وضیعت د خرابیدو په باب په اوازو په هم وغږیده وې ویل چې د پښې د تکلیف پرته چې اوس مخ په ښه کیدو ده دې بله کومه روغتیایي ستونزه نه لري.

ښاغلي غني وویل " عجب مملکت یو، اول ملا عمر دوه کاله مړ وو، د مړ سړي په نوم باندې په دې مملکت تحملي جنګ دی، زه روغ جوړ یم ماته وایي چې مړ دی نو ښه ده چې د دواړه خوا دروغګویان معلوم شول ".

جمهوررئیس محمد اشرف غني د تیرې ورځې په څیر نن بیا وویل چې په مني او ژمي کې به د افغانستان اقتصادي وضیعت ښه کیدوته خپله پاملرنه واړوي.

جمهوررئیس غني وویل " کومو عمده مسلو سره چې په راتلوونکي کې به مخ یو تر ټولو لومړۍ یې د کارموندلو مسله ده، د افغانستان اقتصادي ستونزې دي، هیله ده چې د مني په راتللو په ځانکړې ډول ژمی زه به د امنیتي مسلو څخه د ساه ایستلو فرصت ترلاسه کړم ".

جمهوررئیس محمد اشرف غني اقتصادي مسلو ته د خپلې پاملرنې د اړولو په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې د افغانستان په یوشمیر سیمو کې ډیرخلک وایي د تیر کال په نسبت یې سږکال اقتصادي وضیعت خراب شوی دی.

د افغانستان د اقتصادي چارو کارپوهان هم وایي چې سږکال د تیرکال په نسبت د افغانانو اقتصادي وضیعت خراب شوی دی.

د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبر امریکا غږ ته وویل چې دې دا ګڼي چې د ملي یووالي حکومت کومه ځانګړې اقتصادي کړنلاره نه لري.

ښاغلي اکبر وویل "باید یوپلان وجود ولري دې دغه نن ماښام یې وویل چې زه به کارونه پیداکړم په کومه پروژه کې په معادنو کې مثلآ په بندونو کې په سړک سازۍ کې کومې منابع شته دا منابع له کوم ځای څخه لاس ته راوړئ ".

ښاغلي اکبر د افغان حکومت څخه وغوښتل چې خلکو ته یوازې وعدې ورنکړي بلکه عملآ دې لاس په کار شي.

د افغانستان د اقتصادي چارو کارپوهان په دط باور دي چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه په زرګونو بهرنیو عسکرو وتلو او افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کموالي د خلکو په ژوند ناوړه اغیزه کړې ده.

XS
SM
MD
LG