د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني وایي قاضیان امنیتي ستونزې لري


جمهوررئیس غني په ارګ کې نوو فارغ شوو قاضیانو ته د لوړې په مراسمو کې په وینا کې وویل چې په قضا باندې د خلکو باور کمزوری دی
جمهوررئیس غني په ارګ کې نوو فارغ شوو قاضیانو ته د لوړې په مراسمو کې په وینا کې وویل چې په قضا باندې د خلکو باور کمزوری دی

جمهوررئیس محمد اشرف غني وایي د قانون د پلي کیدو پرته په یو هیواد کې ثبات نه شي ټینګدلې.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ په ارګ کې نوو ۲۰۶ فارغ شوو قاضیانو ته د لوړې په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې که چیرې په یو هیواد کې قانون حاکم نه اوسي نو په دغسې یو هیواد کې ثبات هم نه شي ټینګیدلې.

جمهوررئیس غني په قضایي ادارو د خلکو د باور په ځای کیدو لپاره په دغو ادارو کې د فساد په وړاندې د مبارزې د اړتیا یادونه وکړه وې ویل چې په راتلوونکو سلو ورځو کې به یې زیاته پاملرنه د افغانستان قضایي ادارو اصلاح ته اوسي.

جمهوررئیس غني وویل چې افغان قاضیان د امنیتي ستونزو سره مخ دي.

جمهوررئیس وویل چې که څه هم قاضیان د قضایي پریکړو په برخه کې خپلواک دي خو په واقعي توګه ورباندې جبر دی او دا د دولت وظیفه ده چې دغو شرایطو ته تغیر ورکړي.

جمهوررئیس وویل "زما ژمنه در سره داده همغه رقم چي اساسي قانون وایي د ولسمشر په حیث لومړی اول خادم د افغانستان د ولس اوسم او دوهم دریواڼو قوو ته په یوه سترګه وګورم ، تعادل د درې قوو اساسي او ضروري دی او عدلي او قضایي قوه او مخصوصآ زمونږ محاکم او ستره محکمه باید دافغانستان بهترین استازي وي ".

جمهوررئیس غني وویل چې د افغانستان اساسي قانون ده ته یو ډیره مهمه وظیفه سپارلې چې هغه د قاضیانو مقررول ، برطرفه کول اود سترې محکمې عالي شورا ته د قاضیانو نومول دي.

د افغانستان جمهوررئیس وویل چې دې پخپله د افغانستان د نظام د غوښتنو له مخې د مشر قاضي په توګه کار کوي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل چې په افغانستان کې په قضا باندې ډیره پانګه نه ده اچول شوې او لا هم قاضیان د امنیتي ستونزو سره مخ دي .

جمهوررئیس قاضیانو ته د امنیت برابرول د حکومت دنده وبلله وې وویل چې دا کار به وکړي.

همداشان جمهوررئیس په خپلو خبرو کې د افغانستان په قضایي ادارو کې د افغان ښځو ونډه هم وستایله وې وویل چې د افغانستان په قضایي ادارو کې تر ۲۴۵ پورې ښځینه قاضیانې کار کوي.

جمهوررئیس په قضایي ادارو کې د ښځو ونډه د خپل ګاونډي هیواد ایران سره مقایسه کړه وې وویل چې همدا اوس په ایران کې یوه ښځینه قاضي هم نشته دی.

په ارګ کې په دې جوړه شوې غونده کې د جمهورئیس میرمن رولا غني هم برخه لرله.

غونډې ته د سترې محکمې نایب عبدالقادر عدالتخواه په خپله وینا کې وویل چې د ۱۳۸۵ کال څخه د روان کال د جوزا تر ۲۴ ورځې پورې یوازې د قضایي ادارو ۳۶۵ کارکوونکي چې ۸۷ قاضیان او ۶۲ محرر هم په کې شامل دي د رشوت او فساد په تور نیول شوي او د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.

ښاغلي عدالتخواه وویل چې یوازې په تیرو اتو میاشتو کې یې اوه قاضیان نیولي دي.

خو د افغانستان د سترې محکمې نایب په عدلي او قضایي ادارو کې د رشوت او فساد سره مباره ستونزمنه وبلله وې ویل چې درې ورځې وړاندې یې د یو ولایت د یو دیوان رئیس د رشوت په تور نیولی چې د نیول کیدو له ورځې یې د خلاصون لپاره د واسطو لړۍ هم پیل شوې ده.

خو د سترې محکمې دغه چارواکي وویل چې په قضا کې د فسادو مامورینو په وړاندې خپلې مبارې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG