د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي چې د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې فشار شته، خو دا فشار د دې له امله دی، چې هغه شبکې او د هغوی پلویان چې د افغانستان بربادي غواړي په دې پوهیږي چې افغان ځواکونو ته د جګړې په ډګر کې ماتې نه شي ورکولی او په دې هم پوهیږي چې وروسته له دې به هغوی تر سخت فشار لاندې وي.
جمهور رئیس غني چې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو تروریستي پیښو وروسته یې نن د جمعې په ورځ په ارګ کې "د وریښمو لارې د ښاروالانو دولسمې غونډې" ته وینا کوله، وویل چې وسله وال مخالفان او ملاتړي یې په دې پوهیږي چې د یو ډول سیاسي ځان وژنې سره مخ دي.
ښاغلي غني وویل ترهگر خپله تباهي ویني او "پوهیږي چې د جنګ په میدان کې مونږ ته شکست نه شي راکولی". ښاغلي غني زیاته کړه چې دا د دوی "سیاسي انتحار دی [او] دا دوی دي چې بایلونکي دي نه مونږ".
په روانه اونۍ کې د دولت وسله والو مخالفانو په پکتیا، غزني او کندهار کې د افغان امنیتي ځواکونو په مرکزونو ډله ییز ځانمرګي او د موټر بم بریدونه وکړل چې له امله یې په لسګونو افغان پولیس او ملي اردو سرتیري ووژل او ژوبل شول.
جمهور رئیس غني وویل افغانستان د عزت سیاست پرمخ وړي او په سوله کې ژوند کول غواړي.
ښاغلي غني په خپله دې وینا کې وسله والو مخالفانو او د هغوی پلویانو ته په خطاب کې د پښتنو د وتلي شاعر او ادیب خوشال خان خټګ مشهور شعر یاد کړ چې وایي "لا یې ماغزه په قرار نه دي، چاچې ماسره وهلی سر په سنګ دی". د هغه وینا دا د ټولو افغانانو خاصیت منعکسوي.
جمهور رئیس غني د دې غونډې بهرنیو میلمنو څخه په دې مننه وکړه چې د تیرې می د میاشتې په ۳۱ یې په کابل کې د خونړي برید وروسته دغه ښار ته راتګ ته زړه ښه کړ او په دې غونډه کې یې برخه واخیستله.
جمهور رئیس غني وویل په دنیا کې هیچ داسې قدرت نشته چې افغانان مات کړي او هغوی ناهیلي کړي.
د وریښمو لارې د ښاروالانو دولسمه غونډه نن د جمعې په ورځ د جمهور رئیس غني په وینا پرانیستل شوه.
ټاکل شوې نن او سبا ته به د دې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د یو شمیر ښارونو ښاروالان د وریښمو د لارې په اوږدو کې د پرتو ښارونو د ښاروالانو سره خپلې تجربې شریکې کړي.