د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر وایي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د جمعې له لمانځه څخه وروسته له یو شمیر دیني عالمانو، د کابینې سرپرستو غړيو، په ملي شورا کې د خلکو استازو او له یو شمیر مشرانو او مخورو سره په ارګ کې وکتل او په خپلو خبرو کې یې وویل د نوې کابینې د جوړېدو په اړه باید بیړه ونه شي، بلکې له بشپړ دقت او تدبیر څخه کار واخیستل شي.
جمهور رئیس دغې غونډې ته سعودي عربستان او چین ته د خپل سفرونو په باب معلومات ورکړل او دواړه سفرونه یې د افغانستان د خلکو لپاره خورا ګټور وبلل.
جمهور رئیس غني وویل چې نوی حکومت په دې لټه کې دی چې د افغانستان لپاره داسې شریکان پیدا کړي چې له افغانانو سره په مشخصو برخو کې مرستې وکړي، تر څو د افغانستان د خلکو په ژوند کې بنسټیز بدلون رامنځته شي.
ښاغلي غني د ملي یووالي له حکومت نه د علماو له ملاټړ څخه په مننې سره وویل؛ د سولې د ټينګښت په برخه کې ستاسو مرسته حیاتي ارزښټ لري.
جمهور رئيس د غونډې په پای کې د کابينې په اړه وویل چې د نوې کابینې د جوړېدو په اړه باید بیړه ونه شي، بلکې له بشپړ دقت او تدبیر څخه کار واخیستل شي
هغه د کابینې د جوړیدلو په هکله دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله همدا نن په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د نوې کابینې د جوړیدلو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي عبدالله وویل " د ملي یوالي د حکومت کابینه دې جوړه شي او په کار ده چې کابینه د ټولو خلکو استازیتوب او د صداقت او ملي منافعو ته د تعهد او د افغانستان خلکو ته د ښه خدمت او صادقانه کار نمونه اوسې".
ښاغلي عبدالله دا څرکندونې د جمعې په ورځ په کابل کې د ولسي جرګې د شپږو هغو استازو په یاد جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وکړې چې اوه کاله وړاندې په یو ځانمرګي برید کې د ښوونځو د لسګونو زده کونکو سره یو ځای وژل شوي وو.
د افغانستان جمهور رئیس د لوړې وروسته د پنځه څلویښت ورځو په موده کې د نوې کابینې د جوړیدلو ژمنه کړې وه چې لا هم دغې ژمنې ته شپږ ورځې پاته دي.
په افغانستان کې د نوې کابینې تر جوړیدلو ټول وزیران د سر پرستو وزیرانو په توګه او والیان د سرپرستو والیانو په توګه کار کوي چې د جمهورریس محمد اشرف غني د فرمان له مخې نه څوک ټاکلې او نه هم څوک له کاره ګوښه کولې شي.