د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د دې پاڼې په لومړني پیغام کې لیکلي دي چې له دې لارې غواړي د هغو مسایلو په اړه په هغو واقعي بحثونو کې ونډه واخلي چې د امریکا متحده ایالات ورسره مخامخ دي.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د جمهور رئیس په توگه خپله لمړنۍ فیسبوک پاڼه پرانستله. ښاغلی اوباما وایي له دې لارې غواړي د هغو مسایلو په هکله چې هیواد یې ورسره مخامخ دی په واقعي بحثونو کې ونډه واخلي.
ښاغلی اوباما وایي دلته خلک په مستقیمه د هغه سره اړیکه نیولی شي او دوی کولای شي خپلې مفکورې د هغه سره مطرح کړي.
ولسمشر اوباما په خپل لومړي شخصي پیغام کې لیکلي دي چې په دې پاڼه کې کولای شئ یو لړ په زړه پورې مطالب هم ومومئ.
دا پاڼه چې د چارشنبې په ورځ غمرې ته نژدې پیل شوه د نژدې یو ساعت په ترڅ کې شاو خوا ۱۵ زرو کسانو خوښه کړه هماغسې د ښاغلي اوباما د تویتر شخصي پاڼه خلکو خوښه کړې وه.
وروسته له هاغې چې ښاغلي اوباما پوره یو کال دمخه د @potus په نامه د تویتر پاڼه پیل کړه په څه کم پنځو ساعتونو کې څه دپاسه یو میلیون کسانو هغه تعقیب کړه او لږ وروسته د نړۍ د ریکادونو په کتاب کې ثبت شوه.
په دې نوې شخصي فیسبوک کې د ښاغلي اوباما د کوچنیتوب، واده، د امریکا د متحده ایالاتو د سناتور او د ولسمشر په توگه د لوړې د مراسمتصویرونه د تاریخونو سره یو ځای د لومړي پست په توگه خپاره شوي دي.
د ښاغلي اوباما په لومړۍ لیکنه کې د اقلیم بدلون ته اشاره شوې او ویل شوي دي چې په متحده ایالاتو کې په دې هکله د پام وړ پرمختگونه رامنځ ته شوي دياو هیله یې څرگنده کړې چې د پاریس په غونډه کې د چاپیریال د چلنجونو په اړه زیات توافق رامنځ ته شي.