د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د نوي افغانستان په استازو بریدونه د زغملو نه دي


په افغانستان کې په دې وروستیو کې هدفي بریدونه زیات شوي
په افغانستان کې په دې وروستیو کې هدفي بریدونه زیات شوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ویلي چې پر مدني فعالانو، سیاسي شخصیتونو او رسنیو پر کار کوونکو هدفي بریدونه د زغملو نه دي.

ارګ وايي ولسمشر غني تېره شپه یکشنبه ډسمبر۲۷(مرغومې۷) امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د وروستیو تروریستي پېښو عاملین پیدا او مجازات کړي.

په اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي: "دغه هدفمند بریدونه پر هغو کسانو کېږي چې د نوي افغانستان استازیتوب کوي او د دیموکراسۍ، جمهوریت او بیان ازادۍ رسا غږ دی او د افغانستان حکومت لپاره د زغملو وړ نه دي."

نوموړي امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د مدني ټولنې له بنسټونو او رسنیو سره په مشوره د ورته پېښو د مخنیوي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.

ولسمشر غني تېره اونۍ هم د هیواد امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه کړې وه چې پر سیاسي او مدني فعالانونو د وروستیو بریدونو عاملین پیدا او په سزا یې ورسوي.

پر همدې مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم ویلي چې د روانې مرغومې میاشتې له دوهمې نېټې بیا د همدې میاشتې تر شپږمې په کابل، خوست، کندهار او کاپیسا کې پنځه ملکي وګړي د چسپکي او ځای پر ځای شوي ماین چاودنو کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي بریدونه او چاودنې زیاتې شوي دي.

د تیرې اونۍ په وروستۍ پېښې کې مدني فعاله فرشته کوهستاني په کاپیسا کې د نا څرګنده وسله والو له خوا ووژل شوه.

همدارنګه د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید هم په ورته پېښې کې کابل کې ووژل شو.

په تیرو شااوخوا دوو میاشتو کې محمد الیاس داعي، ملاله میوند، رحمت الله نېکزاد او یما سیاوش هغه خبریالان و چې په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG