د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: طالبان او تروریستي ډلې د زیاتو ملکي تلفاتو مسول دي


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو سفیرانو په دغه هیواد کې پر رسنیو، مدني فعالانو او ملکي وګړو هدفي بریدونه غندلي دي.

اروپايي ټولنې پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان د سولې پر بهیر بریدونه بللي دي.

د دوشنبې په ورځ ډسمبر اوومه (لېندۍ ۱۷) د اروپايي ټولنې لخوا په ګډه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د زیاتې مرګ ژوبلې مسؤلین طالبان او نورې وسله والې ډلې دي.

په اعلامیه کې راغلي: "اروپايي ټولنه د رسنیو پر استازو، مذهبي ډلو او مشرانو، د بشرحقونو مدافعینو، محصلینو، مدني ټولنې او ملکي وګړو وروستي هدفمند او ناقانونه بريدونه په کلکو ټکو غندي. موږ همدا راز څرګندوو، په افغانستان کې د ملکي وګړو د زياترو مرګ ژوبلو مسوولین طالبان او بېلابېلې تروريستي ډلې دي."

طالبانو تر دا مهاله د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو سفیرانو ګډې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.

د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو سفیرانو په ګډه اعلامیه کې د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتل شوي چې د رسنیو ازادي او مدني ټولنو له ازادیو څخه ملاتړ او دفاع وکړي.

اعلامیه کې ویل شوي چې د ورته پېښو د عاملینو مصؤنیت او خوندیتوب باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

اروپايي ټولنه پر داسې مهال دا بیان خپروي چې څه باندې یوې میاشتې په اوږدو کې په افغانستان کې دوه پيژندل شوي خبریالان ووژل شول.

په کابل کې د طلوع خصوصي تلویزیون پخوانی خبریال یما سیاوش او په هلمند کې د ازادي رادیو خبریال محمد الیاس داعي د چسپکي ماین په چاودنو کې ووژل شول.

تر دا مهاله د دغه دواړو پېښو مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی، او حکومت بیا ویلي چې د عاملینو د نیولو هڅې پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG