د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ د درې ورځني اوربند اعلان وکړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ د دریو ورځو اوربند اعلان وکړ چې د مې له ۹مې څخه تر ۱۱مې پورې به دوام وکړي.

ولسمشر ټرمپ وویل، دا هوکړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي دواړو کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې پرله پسې پرمختګ کوي او په شوي اوربند کې به د ټولو پوځي فعالیتونو بشپړه ځنډونه او د هر هېواد له خوا د ۱۰۰۰ کسانو تبادله هم شامله وي.

ټرمپ پر تروت سوشل کې ولیکل:"هیله ده چې دا د یوې ډېرې اوږدې، وژونکې او سختې جګړې د پای پیل وي."

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په ټیلیګرام کې په یوه اعلامیه کې د دې هوکړې تایید وکړ او ویې ویل چې د بریا په ورځ پر مسکو د برید نه کولو په اړه د اوکراین پرېکړه په مستقیم ډول د بندیانو د تبادلې سره تړلې وه.

نوموړي لیکلي:" سور میدان زموږ لپاره د هغو اوکرایني بندیانو د ژوند په پرتله کم ارزښت لري چې کور ته راوستل کېدای شي."

زېلېنسکي وویل، اوکراین د درې ورځني اوربند ترڅنګ، د امریکا په منځګړیتوب شویو خبرو اترو له لارې د ۱۰۰۰ بندیانو په بدل کې د ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې لپاره د روسیې موافقه ترلاسه کړې ده.

زېلېنسکي وویل: "زه د متحده ایالتونو له ولسمشر او د هغه له ټیم څخه د دوی د اغېزمنې ديپلوماتیکې ښکېلتیا له امله مننه کوم." "موږ له متحده ایالاتو تمه لرو چې ډاډ رامنځ ته کړي چې د روسیې لوری تړونونو ته ژمن پاتې کیږي." زیلینسکي وویل چې خپل ټیم ته یې د تبادلې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې ده.

دا اعلان وروسته له هغه کیږي چې دواړو خواوو یو پر بل د هغه اوربند په نقض تورن کړل چې د اوونۍ په پیل کې اعلان شوی وو.

د روسیې دفاع وزارت د مې د ۸ او ۹ نېټې لپاره یو اړخیز اوربند اعلان کړی و چې د دویمې نړیوالې جګړې د بریا ورځې له کلنیو مراسمو سره سمون خوري. مسکو ګواښ کړی و که اوکراین د دغو مراسمو د خرابولو هڅه وکړي نو پر کیف د توغندیو لوی بریدونه وکړي.

زېلېنسکي د جمعې په سهار د ټرمپ له اعلان مخکې وویل چې روسیې د خپل اعلان شوي اوربند څخه سرغړونه کړې ده. اوکراین د مې له ۶مې نیټې څخه د سمدستي او نامحدود اوربند غوښتنه کړې وه، چې روسیه یې رد کړه.

د اوکراین د دفاع وزیر روستیم اومیروف د جمعې په ورځ وویل چې په متحده ایالاتو کې یې د ټرمپ له ځانګړي استازي ستیف ویتکاف او د ولسمشر له سلاکار جیرډ کوشنر سره لیدلي دي. اومیروف په ایکس پر حساب ولیکل:"اصلي تمرکز پر بشري مسایلو، په ځانګړې توګه د روسیې له خوا زموږ د بندیانو پر بېرته راستنولو و."

نوموړي وویل، "موږ د یوې عادلانه او باعزته سولې د ترلاسه کولو لپاره د ديپلوماتیک بهیر د ګړندي کولو او د نورو ګامونو د همغږي کولو پر اړتیا هم خبرې وکړې،" هغه زیاته یې کړه چې له غونډې وروسته یې زلینسکي ته معلومات ورکړي دي.

که څه هم کرملین د ولسمشر ټرمپ پر څرګندونې تبصره ونه کړه، خو له دې وړاندې یې د فایننشل ټایمز پر هغه راپور غبرګون وښود چې له مخې یې د اروپايي اتحادیې مشران له پوتین سره د احتمالي مستقیمو خبرو اترو لپاره چمتووالی نیسي. کرملین وویل چې پوتین د اروپايي مشرانو په ګډون له ټولو اړخونو سره خبرو اترو ته چمتو دی، خو هغه به پخپله اړیکه نه نیسي.

انټر فاکس د کرملین د ویاند ډیمیتري پېسکوف په نقل وویل: "موږ به په خپلو خبرو اترو کې په هماغه اندازه چمتو ووسو، څومره چې اروپایان ورته چمتو وي."

دا وروستی پرمختګ د روان کال په ترځ کې د یو لړ درنو بریدونو وروسته رامنځته شویدی.

د سه‌ شنبې په ورځ د اوکراین په ګوټ ګوټ کې د روسیې په بریدونو لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل شول. سره له دې چې دواړو خواوو په جګړه کې د خپل اړخ له لوري د اوربند اعلان کړی و.

د اوکراین د زیربناوو د وزیر اولکسی کولیبا په وینا، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د اوکراین پر بندري زیربناوو د روسیې بې پیلوټه الوتکو بریدونه د ۸۰۰ څخه زیات شول، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې دا شمېر ۷۵ و.

د متحدو ایالتونو په مشرۍ د دیپلوماتیکو هڅو سره په یو وخت د اوربند متضاد وړاندیزونه هم وړاندې شول. متحده ایالتونو د روان کال په لومړیو کې د درې اړخیزو خبرو د دریو پړاوونو منځګړيتوب وکړ. دوه په ابوظبي کې چې د جنورۍ په وروستیو او د فبرورۍ په لومړیو کې وشول او بل پړاو د فبروري په نیمایي کې په ژنیف کې ترسره شو. دغو خبرو پر سیمه ییزو مسایلو او امنیتي تضمینونو تمرکز درلود خو هیڅ کوم پرمختګ پکې ترلاسه نشو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG