د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د یرغمل شویو په خوشې کولو کې د پاکستان رول وستایه


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ په پاکستان کې د سخت دریځو له قید څخه د یوې امریکایي میرمنې او د هغې د کاناډایي میړه په خوشې کولو کې د پاکستان رول وستایه.

سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې امریکایي میرمن کایتلن کولمن او د هغې کاناډایي میړه جوشوا بویلي په ٢٠١٢ کې د "حقاني ترهگرې شبکې له خوا چې د طالبانو سره اړیکې لري" یرغمل شوي وو.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې میرمن کولمن په داسې حال کې چې د حقاني شبکې په بند کې وه درې ماشومان یې زیږولي دي.

دمخه تر دې د پاکستان پوځ د پنځو تنو د خلاصون خبر ورکړی و چې د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو د معلوماتو په بنسټ د پاکستان استخبارتي مامورینو له بند نه ازاد کړل.

دوی ویلي وو چې دغه کسان د روان کال د اکتوبر په ١١ د افغانستان نه د پاکستان د کرم ایجنسۍ ته انتقال شوي وو، خو په پاکستان کې د هغوی د ساتلو د ځای دقیق معلومات یې نه دي ورکړي.

د سپینې ماڼۍ اعلامیې دغه پیښه د واشنگټن او اسلام آباد په اړیکو کې یو مثبت گام بللی دی او ویلي یې دي چې دا پیښه په سیمه کې د امنیت د ټینگیدو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو غوښتنې ته د پاکستان درناوی په ډاگه کوي.

سپینې ماڼۍ هیله څرگنده کړې چې د ترهگرۍ پر ضد په راتلونکو گډو عملیاتو کې هم د پاکستان ددې ډول همکاریو شاهد واوسي.

XS
SM
MD
LG