د لاس رسي وړ اتصالات

خواجه اصف: د حقاني شبکه په پاکستان بار دی


khwaja Asif
khwaja Asif

د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې د اسیا ټولنې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي دي چې د حقاني شبکه او حفظ سعید د پاکستان په اوږو بار دی او د هغوي نه د ځان خلاصولو لپاره وخت ته ضرورت لري.

ښاغلي خواجه اصف د کوربه سټیو کول د یو سوال په ځواب کې وویل چې پاکستان د سختدریځو په ضد اقدامات کوي او لا نورو پیاوړي اقداماتو ته هم ضرورت لري. خو زیاته یې کړه چې په پاکستان کې داسې کسان موجود دي چې د کوم بحران په وخت کې پاکستان او د سېمې لپاره خطر پېښولې شي.

ښاغلي اصف وویل "دا ویل خو ډیر اسان دي چې د حقاني شبکه، حافظ سعید او لشکر طیبه په پاکستان کې دي خو دوي د پاکستان لپاره بار دی. او د دې خلکو نه د ځان خلاصولو لپاره زمونږ سره منابع نشته."

د پاکستان په پالیسۍ کې بدلون راغلی؟

د امنیتي او دفاعي جارو کارپوه طلعت مسعود د امریکا غږ اردو څانگې ته وویل چې د خواجه اصف دغه څرگندوني کومه نوي خبره نه ده.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني چارواکو په وروستیو کې ویلي دي چې پاکستان ته پکار ده چې خپل کورني حالات سم کړي.

ښاغلی مسعود وایي چې داسې ښکاري پاکستان د ترهگرو په هکله په خپله پالیسي کې بدلون راولي. "زما په فکر بدلون خو راغلی دی، خو افغانستان او امریکا ته هم پکار ده چې د پاکستان په هکله په خپله پالیسۍ کې بدلون راولي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې د حقاني د شبکې په ضد خبرې کړیدي چې امریکا او هند د افغانستان برسیره په پاکستان فشار زیات کړیدی چې د ترهگرو په ضد اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG