د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د امریکا پوځ له اسرائیل سره په ګډه د ایران تروریستي رژیم پر ضد عملیاتو کې «ستر پرمختګ» کړی دی. د هغه په وینا د ایران د حکومت مشران په چټکۍ سره له منځه ځي او عملیات له پنځو ورځو راهیسې روان دي.
ټرمپ دا خبرې د چهار شنبې په ورځ (فبروري څلورمه) د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې وکړې.
هغه د ایران د حکومت په اړه وویل: «د ایران توغندي ډېر ژر له منځه وړل کېږي. د توغندیو ویشتونکي هم له مینځه تللي. دوی پر خپلو ګاونډیو او ځینو متحدینو بریدونه کوي. دا په رښتیا له کنتروله وتلی ملت و که موږ انتظار کړی وای، په موږ به یې هم وسلې کارولې واې.»
ټرمپ وویل چې د ایران د حکومت مشران په چټکۍ سره له منځه ځي. هغه وویل: «هر څوک چې غواړي مشر شي، بالاخره وژل کېږي.» هغه همدارنګه وویل چې دا عملیات اوس په «ډېر ښه حالت» کې دی او دوام به وکړي.
له دې وړاندې د چهار شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ هم وویل چې د ایران «ترهګر رژیم له منځه تللی» دی.
هغې وویل:«د نړۍ د ترهګرۍ تر ټولو د ستر ملاتړي دولت د زغملو او توانمن کولو ۴۷ کاله پای ته ورسېدل. د ایران تروریستي قاتل مشران د امریکا په ضد د خپلو جنایتونو سزا ویني. د وینو په قیمت یې ویني.»
د هغې په وینا تر اوسه د امریکا ځواکونو له ۲۰ څخه ډېرې ایراني جنګي کښتۍ او له ۲۰۰۰ څخه زیات ځمکني هدفونه له منځه وړي دي، چې په کې سلګونه میزایل، توغندي ویشنونکي او ډرونونه شامل دي.
لیویټ ددې پوښتنې په ځواب چې د جګړې وروسته د ایران په اړه د امریکا پلان څه دی وویل:«ولسمشر ټرمپ دا موضوع له خپلو سلاکارانو او د ملي امنیت له ټیم سره ارزوي او پرې غور کوي.»
همداشان د امریکا د جګړې وزیر پېټ هېګسېت د چهار شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کي وویل چې په څو ورځو کې به امریکا او اسرائیل د ایران د هوايي فضا بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.
پېټ هېګسېت: «یوازې امریکا کولای شي دا عملیات رهبري کړي. خو کله چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه ورسره یوځای شي، دا یو ډير ځواکمن ګډ ځواک جوړوي چې زمونږ د ستخدریځو ایراني مخالفانو لپاره بشپړه تباهي رامنځته کوي. هغوي مات شوي دي او دوی په دې پوهیږي او که اوس نه پوهیږي ډیر ژر به پوه شي.»
هغه وویل چې د ایران هوايي فضا به ژر د امریکا او اسرائیل د هوایي ځواکونو تر کنټرول لاندې شي.
پېټ هېګسېت: «دا معنا لري چې موږ به شپه او ورځ الوتنې کوو، د ایران د پوځ توغندي او د دفاعي صنعت مرکزونه به پیدا کوو او له منځه به یې وړو. د هغوی مشران او پوځي مشران به لټوو او په نښه به یې کړو. موږ به د تهران پر سر، د ایران پر سر، د هغوی د پلازمېنې پر سر او د اسلامي انقلابي ګارد ځواکونو پر سر الوتنې کوو، او ایراني مشران به پورته ګوري او هره دقیقه به یوازې د امریکا او اسرائیل هوايي ځواک ویني، تر هغه وخته پورې چې موږ پرېکړه وکړو عملیات پای ته ورسیږي او ایران به هېڅ هم ونه شي کولای.»
د دفاع وزیر دا هم وویل چې د امریکا یو اوبتل د هند سمندر په نړیوالو اوبو کې د ایران یوه جنګي بېړۍ د توغندي په وسیله ډوبه کړې ده. دا لومړی ځل دی چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا د دښمن بېړۍ ډوبوي. او زیاته یې کړه چې امریکایي ځواکونو د ایران د یوې ډلې هغه مشر وژلی چې د ولسمشر ټرمپ د وژلو هڅه یې کړې وه.
پېټ هېګسېت وویل چې ایران غوښتل ولسمشر ټرمپ ووژني، خو په پای کې ټرمپ بریالی شو.
د امریکا د وسلوالو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال ډان کین وویل چې د امریکا او اسرائیل هوايي بریدونو د ایران د بالستیک توغندیو بریدونه له لومړۍ ورځې څخه تر اوسه ۸۶ سلنه کم کړي دي. او د ایران د یو طرفه ډرون بریدونه هم ۷۳ سلنه کم شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دې پرمختګ له امله د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ وتوانېده چې د ایران د ساحل په جنوبي برخه کې سیمه ییز هوايي برلاسی پیدا کړي او د ډېرو قوي او دقیقو بریدونو په وسیله د هغوی دفاعي سیستمونه مات کړي.
د امریکا د وسلوالو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال ډان کیڼ وويل:« اوس به امریکا نور هم د ایران دننه سیمو کې بریدونه پراخ کړي او د خپلو ځواکونو د عملیاتو لپاره به لا زیاته ازادي رامنځته کړي.»
فورم \ دبحث خونه